د لاس رسي وړ اتصالات

٩٢٪ افغانان د انتخاباتي سیستم اصلاح غواړي


۸۱ سلنه افغانان وايي هیواد ېې په سمه لار روان دی
۸۱ سلنه افغانان وايي هیواد ېې په سمه لار روان دی

د دیموکراسي انترنیشنل بنسټ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۱۱۳ ولسوالیو کې یوه سروی ترسره کړې چې هغې کې په سلو کې ٨١ افغانان وایي هیواد یې په سمه لور روان دی. دا شمیره د ١٣٩١ کال د سرویې په پرتله په سلو کې ٣٣ زیاتوالی ښي چې افغان د هیواد راتلونکې ته هیله من شوي دي.

د دیموکراسي انترنشنل بنسټ په دې سروی کې د هیواد د تگ لورې، د افغانانو د ژوندانه د وضعیت، ټاکنو او امنیتی او اقتصادی حالاتو په اړوند د افغانانو نظر پوښتلی دی.

د دیموکراسي انترنیشنل د سرویې یو تن مسؤل دیري افغانانو ویلي هیواد يي دتیر کال په پرتله ستري بریاوې تر لاسه کړی دی

د دغه سروی یو تن مسوً محمد حسن وفایی وايي " افغانانو په تیرو لسو کالو کې تعلیم ته لاس رسی، سوله او امنیت، پاخه سړکونو لرل او د قانون حاکمیت خپلې سترې بریاوی نومولي دي، خو په ملي کچه په تر تیب سره اداری فساد، امنیتی ستونزې او د دولت کمزوری حاکمیت يي خپلې غتې ستونزې گڼلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دیموکراسي انترنشنل پخوانۍ سروې، د امنیت نه شتون تر ټولو غټه ستونزه نومولي وه او له بلې خوا اوس هم په محلي کچه د بریښنا نه شتون، د پخو لارو خرابوالی، بیکاري، او کمزوری اقتصاد غټې ستونزې نومول شوي دي.

ښاغلی وفایی وايي سږ کال د هغو کسانو شمیره زیاته شوی چې وايي هیواد ېې په سمه لار روان دی. دا په داسي حال کې دي چې د هغو کسانو شمیره راکمه شوی چې وايي هیواد په غلطه لار روان دی ،نو له دی اړخه موږ وینو چې د ۱۳۹۱ کال راهیسې د هیواد روښانه راتلونکي ته امیدونه زیات شوي دي.

په دې سروی کې هغه کسان چې وایي هیواد یې په غلطه لار روان دی لاملونه یې نا امني، اداري فساد، د طالبانو شتون، د ګاونډیو لاسوهنه او اقتصادي بد وضعیت په ګوته کوي.

د مصاحبه شویو کسانو اکثریت یعنی ۹۲ فیصدو ویلي چې د راتلونکي کال د پارلماني انتخاباتو دمخه د انتخاباتي سیستم اصلاح ته اړتیا ده. یواځې حلور فیصدو کسانو ویلي چې انتخاباتي اصلاحاتو ته اړتیا نشته.

همداشان شپیته سلنه مصاحبه شویو کسانو په ټاکنیزو کمیسیونونو باندي باور ښودلی دی خو دغه باور د تیرکال په پرتله لس سلنه راټیټ شوی دی.

په دې سروی کې ۶۳ سلنه پوښتل شوي فغانان روایي د ژوندانه وضعیت ېې ښه شوی دی، په داسې حال کې چې د دې بنسټ له خوا په ١٣٩٢ کې په ترسره شوې سروی کې دا شمیر ٦٦ عشاریه پنځه په سلو کې و.

د دیموکراسي انتر نشنل په وینا په مرکزي، لویدیز ، جنوبي او ختیځو سیمو کې د ژوندانه وضعیت بد او په مرکزي، شمال ختیځو، جنوب ختیځو او شمال کې د ژوندانه وضعیت ښه او ډیر ښه ښودل شوی دی.

خو د ۱۳۹۳کال په سروی کې ۴٣ په سلو کې خلکو ویلي چې امنیت یې ښه شوی، په داسې حال کې چې د تیرکال په سروی کې ٥٣ په سلو کې خلکو ویلي وو چې امنیت یې ښه شوی دی چې په دې توگه د سروی له مخې د تیر کال په پرتله سږکال "د هیواد امنیتی وضعیت د تیرکال په پرتله لس درجې خراب شوی دی."

په دې سروی کې ٦١ سلنه افغانانو د سولې له خبرو نه او ۸۵ سلنه خلکو هم د ملي وحدت له حکومت نه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. ۸۲ سلنه افغانان د ملې وحدت د حکومت پر دوام او بریالیتوب باور لري.

د دیموکراسي انتر نشنل د دغې څیړنې تیم دا هم وايی چې د سروی له مخې ۹۰ سلنه خلک پر ملې پوځ او جمهور رئیس باوري دي.

د دې نظرپوښتنې د گډون کوونکو اکثریت یعنې ٥٣ فیصدو ویلي دي چې داسې چلند یې خوښیږي چې جمهور رئیس د منتخب پارلمان په مشوره تصمیمونه ونیسي. خو د مصاحبه شویو کسانو له دریو څخه یوه برخه چې ٣٥ په سلو کې کیږي وایي چې حکومت باید یو قوي جمهور رئیس ولري او د پارلمان له مشوریې پرته تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG