د لاس رسي وړ اتصالات

په مناظره کې کلنټن او سانډرز وځلېدل


له کیڼ اړخه ولاړ کاندیدان: جېم ویب، برني سانډرز، هیلري کلنټن، مارټېن اومالی او لنکن چافي
له کیڼ اړخه ولاړ کاندیدان: جېم ویب، برني سانډرز، هیلري کلنټن، مارټېن اومالی او لنکن چافي

د دېموکرات گوند له خوانه د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو په بحث کې د هیلري کلنټن او د سیال برني سانډرز ترمنځ د توافق مسله د هیلري کلنټن دایمیلونو مسله وه چی هغې د بهرنیو چارو د وزیرې په توگه د خپل شخصي ایمېل ادرس نه کړې و او نن سبا د جمهوری غوښتونکو سیالانو تر سختو نیوکو لاندې ده.

د اغلې کلنټن گوندي سیال برني سانډرز د جمهوري ریاست دیموکرات کاندید وویل چې له دې موضوع تیر شی. د ولس هیڅ درد نه دوا کوي.

ښاغلي سانډرز زیاته کړه "اجازه راکړئ هغه څه ووایم چی ښايی ښه سیاست نه وي، خو زه فکر کوم چی د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره په دې کې په حقه ده چې د امریکا خلک نور د هغې د ایمېلونو له مسلې نه ستړي او بیزار دي."

هېلري کلنټن یې په تائید ورغبرگه کړه "زه هم له دې ستړې او بیزاره یم، زه هم!"

خو جدي اختلافي ټکي هم راڅرگند شول. د ټوپکو د کنټرول پر مسله باندې څرگند اختلافات موجود وو. هیلري کلنټن د ولسمشرۍ کاندیدې وویل "... برني غواړی چې د ټوپکو صنعت خوندي وساتي او له نورو خلکو سره حساب وکړي، نه د ټوپکو له جوړوونکیو سره. پکارده موږ خپل غږ اوچت کړو او اجازه ورنکړو چی داکار نور دوام ونکړي."

برني سانډرز چټک غبرگون وښود او کلنټن ته یې داسې وویل "د یوې کلیوالې سیمې د سناتور په حیث زه هیلري کلنټن ته ویلی شم چی هغه کار چی موږ ټول ېې غواړو هغه په چیغو او نارو نشی کیدلی. هغه کار دادی چی راځی له هغو خلکو نه ټوپک راټول کړو چی باید ټوپک ونلري او هغه وحشتناک تشدد پای ته ورسوو چی موږ ټول ېې وینو."

بهرنی سیاست

په سوریه کې د متحده ایالاتو د سیاست په اړه د کاندیدانو ترمنځ ښکاره اختلاف نظر موجود و.

هیلري کلنټن وویل " ... زه فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې متحده ایالات پوټین ته سپینه خبره وکړي په سوریه کې د هغوی مداخله د زغملو وړ نه ده. ناامني او گډوډي خپروي او د اسد په نمایندگۍ خلکو ته وسلې ورکوي."

د هیلري کلنټن سیال برني سانډرز د عراق مثال ورکړ او وویل چې دی د بې گټې پوځي مداخلو مخالف دی.

ښاغلي سانډرز وویل "... زه به په خپله وسه کې هرڅه وکړم چی دا خبره یقیني شی چی متحده ایالات په بله ستونزمنه مسله کې راگیر نشي لکه څنگه چی په عراق کې و. د عراق مسله د بهرنۍ پالیسۍ ددې هېواد په تاریخ کې ترټولو ناوړه سهوه وه."

بل کاندید د مریلنډ پخواني والي مارټین اومالي هم مختلف نظر درلود هغه وویل "...زه به په دومره چټکۍ سره د نظامي وسیلی نه کار واخلم. زه فکر کوم چی د نه پرواز د سیمی منځته راوستل به یوه اشتباه وي."

بل کاندید د روډ ایلند پخواني والي لنکن چه في وویل هیلري کلنټن چی په سنا کې د عراق د جنگ لپاره رایه ورکړی وه، هغه اوس هم ستونزه ده، ځکه چې په عراق کې د ډله یزو وژنو د وسلو رېښتوني شواهد موجود نه وو. ما په دې برخه کې څېړنه کړېده.

پنځم کاندید د ویرجینیا پخواني والي د بهرنۍ پالیسی په برخه کې بل ډول لومړيتوب درلود " .. پکارده موږ د خپلې ملي ستراتیژۍ له نظر ه هغو ټکو ته ډیر پام وکړو چی غټ ستراتیژیک خطر گڼل کېږي او هغه داده چی موږ له چین سره د خپلو اړیکو اوارولو ته توجه وکړو".

د ولسمشرۍ لپاره ددیموکراتو کاندیدانو په دغه بحث کې د ولسمشر مرستیال جوبایډن نه ښکاریده، خو د بحث په پس منظرکې ېې احساس کېده. ښاغلی بایډن په دې غور کوي چې کاندید شي او که نه.

XS
SM
MD
LG