د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات گوند ملي غونډه نن د دوشنبې په ورځ پیلیږي


پرون د یکشنبې په ورځ د امریکا د دیموکرات گوند غړي په فلاډلفیا کې په خپلې گوندي ملي غونډې کې د گډون لپاره راغونډ شوي. هغوي به په دغه غونډه کې په لومړۍ ځل یوه ښځه د ولسمشرۍ مقام ته کاندیده کړي.

ټاکل شوي دغه غونډه نن د دوشنبې په ورځ دامریکا د فلاډلفیا په ښار کې شروع شي.

وکي لیکس کم تر کمه شل زره ایمیلونه خپاره کړیدي چې ښیی د دیموکرات گوند غړیو د ورمونټ په گورنر برني سینډرس ملنډي کړیدي. دا د هغه وخت ایمیلونه دي چې برني سینډرس د هیلري کلنټن سره د دیموکرات گوند نه د ولسمشرۍ مقام ته د کاندیدو لپاره ډیره سخته سیالي کوله.

په یو ایمیل کې لیکل شوي دي چې برني سینډرس ملحد دی خو ښاغلی سینډرس وایي چې هغه یهود دی.

د سي این این سره په یوې مرکې کې هغه د دغه ایمیلونو په هکله ووئیل چې دغه ډیر پارونکي ایمیلونه دي. خو هغه زیاته کړي چې دا د هغه لپاره نوي خبره نده ځکه چې هغه په دې باره کې شپږ میاشتې مخکې هم خبري کړي دي چې د دیموکرات گوند ملي کمیټه د هیلري کلنټن ملاتړ او زما د کمپاین مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG