د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسینو پسرلنی کمپاین پیلیږی


د دوشنبی په ورځ به د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسینو پسرلنی کمپاین پیل شي، خو په بامیان،دایکندی او غور ولایتونو کې به کمپاین ونه شي ځکه د هوا د یخوالي له امله یې ډېرو سیمو ته واکسین نه شي رسېدلی.

له دریو ولایتونو پرته په ټول افغانستان کې د دوشنبي په ورځ د پولیو واکسین درې ورځنۍ کمپاین پیلیږي.

او د افغانستان د اته ملیون ډېرو ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد دوهدوه څاڅکي ور کول شي.

د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د کمپاین د پرانیستې په غونډه کې وویل چې د واکسین په دې دوره کې د سړی هوا له امله په دریو ولایتونو کې ماشومانو تهد پولیو ضد واکسین نه تطبیق کیږي.

ښاغلي فیروز وویل:"دا کمپاین د درې ورځو لپاره دی، د افغانستان په ټولو سیمو کې دی، مګر په دریو ولایتونو کې نه کېږي چې هوا یخه ده،ځینې سیمې یې لرې دي چې هلته کورنو ته لاسرسی نه کېږي عبارت دي له بامیان، دایکندی او غور ولایتونو څخه دی خوپه پاتې ټولو ولایتونو کې اتو ملیونو ماشومانو ته به د ۶۷ زره کسانو لخوا کور په کور واکسینورکول شي".

په دغه کمپاین کې به له شپږو میاشتو نیولې تر پنځه کلنې ماشومانو ته د ویټامینAکپسول هم ورکړل شي د کوچنیانو دفاعي سستم قوي کوي.

په افغانستان کې د پولیو د له وړلو د پروګرام مشر ډاکټر میوند وايي اټکل کېږي چې په دې کمپاین به تر ۲۷۵ زره زیات ماشومان له واکسین پاتې شي چې ډېر به یې په شمالي ولایت کندوز کې وي.

نوموړی وايي:" ۱۷۳ زره به یې په کندوز کې پاتې شي، ۱۸ زره په هلمند، ۱۳ زره په کندهار ۱۰ زره په اروزګان،۱۵ زره په ننګرهار ۱۰زره په کونړ،۱۹۶ په کونړ،۱۵۰ د خوست په سپېرې ولسوالۍ او ۱۹ زره د پکتیکا په برمل کې پاتې کېږي".

ښاغلی میوند وايي هڅه کوي چې د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېره راکمه کړي او په دې برخه کې یې په قومي کچه خپلې هڅې ګړندې ساتلي دي.

روان میلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کندهار او بله په هلمند ولایت کې ده او درېیمه مشکوکه پېښه هم راپور شوې خو لا یې نتیجه نه ده راوتلی.

که څه هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې وسله والې ډلې د واکسینو پر وړاندې مخالفت کوي خو هغه کورنۍ هم کمې نه دي چې په لوی لاس نه غواړي خپلو ماشومانو واکسین کړي.

دیني عالم مولوی سمیع الله ریحان وايي کورنۍ دې د خپلو بچیانو راتلونکې نه بربادوي.

نوموړی وايي: " څوک چې د ګوزڼ د واکسین خلاف خبره کوي دا دیني او علمي فتوا نه ده، دا سیاسي فتوا او دا کار د پردیو دی، نه غواړي چې زمونږ ماشومان صحتمند وي".

د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل تر هغې ناشوني دي چې په ګاونډ پاکستان کې دغه ناروغي نه وي وژل شوي ځکه د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ د ګوزڼ د انتقال اسانه لاره کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG