د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون‌‌کوونکو د ګردیز او غزني لاره تړلې ده


لاريون‌کؤنکي وايي له دې کبله یې لار بنده کړې، چې ګني دولت د ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځيدلي سړک جوړولو ته اهميت نه ورکوي.
لاريون‌کؤنکي وايي له دې کبله یې لار بنده کړې، چې ګني دولت د ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځيدلي سړک جوړولو ته اهميت نه ورکوي.

سلګونو خلکو د لاريون په ترڅ کې نن له سهار راهيسې د ګردېز او غزني ترمنځ غځېدلې لاره، چې د زرمت ولسوالۍ څخه تېرېږي، د اعتراض په توګه تړلې او دواړو خواوو ته لسګونه غټ او واړه موټر بند پاتې دي.

د مرکز ګردېز اړوند د ابراهيم‌خېل او خټاوې سيمو دغو اوسېدونکو لاريون له دې کبله کړی، چې ګني دولت د ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځيدلي سړک جوړولو ته اهميت نه ورکوي.

له ګردېز نه تر زرمت پورې د يادې لارې اوږدوالۍ ۴۲ کيلومتره حساب شوی او څه باندې څلور کاله مخکې ورته د جوړولو لپاره ۳۵ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي وو.

که څه هم هماغه وخت يې د جوړېدو چارې يوه اندازه مخته لاړې، خو لږه موده وروسته يې کارونه په ټپه ودريدل او تر نن پورې يې چارې ځنډيدلې دي.

يو تن لاريون کوونکي فريدالله امريکاغږ ته وويل، چې د دې لارې د جوړېدو چارو د پيل پرمهال د لارې په اوږدو کې د خلکو کورونه ړنګ شول او کرنيزې ځمکې يې لاندې شوې.

لاريون کوونکو د لاريون په ترڅ کې ټايرونو ته اور واچوه او ګواښ يې وکړ، چې که دولت يې د سړک جوړولو په اړه غږ وانه وري، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

په همدې حال کې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، چې ولايت مقام په خپلو رغنيزو چارو کې زرمت ولسوالۍ ته د غځيدلي سړک جوړېدو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه وويل: ”د والي په توګه پکتيا ته د زلمي ويسا تر راتګ وروسته ده خپل لومړنی سفر زرمت ولسوالۍ ته درلود، هلته يې د خلکو ستونزې واورېدې چې په سر کې يې ياد سړک و، دا سړک د زرمت ولسوالۍ جغرافيايي اهميت ته په کتو سره د زون په کچه مهم سړک دی چې بايد پوخ شي‟.

حسرت زياته کړه، چې دا ستونزه له مرکزي دولت سره هم شريکه شوې، د سړک سروې هم بشپړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به يې د جوړولو چارې له سره پيل شي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG