د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک کډوالو ته شرایط نور هم سختوي


په ډنمارک کې وروستنۍ نظر پوښتنې ښي چې ددې هیواد اکثر اوسیدونکي د مهاجرت اړوند سختو قوانینو د غوره کولو غوښتونکي دي
په ډنمارک کې وروستنۍ نظر پوښتنې ښي چې ددې هیواد اکثر اوسیدونکي د مهاجرت اړوند سختو قوانینو د غوره کولو غوښتونکي دي

د ډنمارک پارلمان یوه داسې جنجالي تگلاره ومنله چې د هغه هیواد پولیسو ته اجازه ورکوي تر څو د مهاجرینو قیمتي شیان چې ارزښت یې له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو اوچت وي، ترې يې اخلي.

د دې نوي قانون له مخې چې په ٨١ موافقو او ٢٧ مخالفو رائیو سره تصویب شو هغه پناه غوښتونکي چې دولتي مرستې غواړي باید د هغوی شتمني له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو څخه لوړه نه وي.

د کورنیو د غړو د بیا یوځای کیدو په پروسه کې درې کاله ځنډ، د دایمي استوگنې د اسنادو د ترلاسه کولو سختیدل او د لنډمهاله استوگنې د مودې لنډول هم هغه نور اقدامات دي چې د ډنمارک پارلمان تائید کړل.

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ددې لایحې د غندلو په ترڅ کې اندیښنه څرگنده کړې چې ددې لایحې پلي کول د د پردیو ضد روحیه پیاوړې کوي.

نړیوالو رسنیو هم د ډنمارک دغه عمل د دوهمې نړیوالې جگړې په ترڅ کې د جرمني د نازي رژیم د کړو سره پرتله کوي چې د یهودانو او نورو خلکو سره زر او قیمتي شیان یې ضبط کول.

ډنمارک چې د پنځه میلیونو او څلور سوه زرو وگړو نفوس په لرلو سره یو کوچنی هیواد دی تیر کال ٢١ زرو کسانو په کې َناه غوښتې وه. یو شمیر زیات افغان مهاجر هم د شمالي اروپا هیوادونو لکه ډنمارک، سویډن او ناروی ته د رسیدو په مقصد اروپا ته مخه کوي.

په ډنمارک د اوسیدونکو افغان فعالینو په وینا همدا اوس په دې هیواد کې د میشتو افغانانو شمیر د لسو څخه تر پنځه لس زرو پورې اټکل کیږي.

په ډنمارک کې وروستنۍ نظر پوښتنې ښي چې ددې هیواد اکثر اوسیدونکي د مهاجرت اړوند سختو قوانینو د غوره کولو غوښتونکي دي.

له بلې خوا په جرمني کې هم د پناه غوښتونکو له کړکیچ سره مبارزه جدي شوې ده. د دې هیواد د صدراعظمې انگلا مرکل د محافظه کار ګوند یو لوړپوړی چارواکی د اتریش په پوله د "سرحدي مرکزونو" د جوړېدو وړاندیز کړی دی. دا مرکزونه د دې لپاره جوړیږي چې د رد شویو پناغوښتونکو بېرته ستنول چټک شي.

XS
SM
MD
LG