د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک صدراعظمه: په کوپنهاگن باندې ترهگریز برید شوی


د ډنمارک صدراعظمه د کوپنهاگن په ښار د شنبې د ورځې د بریدونو په هکله څرگندونې وکړې.
د ډنمارک صدراعظمه د کوپنهاگن په ښار د شنبې د ورځې د بریدونو په هکله څرگندونې وکړې.

د ډنمارک پولیس وایي د یکشنبې په ورځ یې یو سړی ویشتلی او وژلی چې د اورگاډي تمځای ته نږدې په پولیسو ډزې کولې.

د ډنمارک پولیس د هغه مشکوک کس کور لټول هم پیل کړی چې گمان کیږي د هغو بریدونو تر شا وي چې د شنبې په ورځ یې په کوپنهاگن کې دوه ملکي کسان وژل او پنڅه پولیس افسران یې ټپیان کړل.

چارواکو بیا وروسته وویل چې د پولیس له خوا ویشتل شوی کس په کوپنهاگن کې د شنبې د ورځې په دوو بریدونو کې لاس درلود. د پولیسو یو پلټونکي یوخن سکوف داسې وویل:

"مونږه پراخو پلټنو سره مخامخ یو. مونږ باید ډاډه شو چې زمونږه نظریه سمه ده. یو شمیر شواهد ښیي چې مونږ مجرم ویشتلی خو اوس هم تحقیقات روان دي چې ایا دا کس یوازی و که نه."

چارواکي وایي داسې شواهد نشته چې بل وسلوال به هم د کوپنهاگن په دوو بریدونو کې ښکېل وي چې یوې د بیان د ازادۍ په یوې غونډې باندې او بل یې د کوپنهاگن د یوې کنیسې نه بهر تر سره شول.

د ډنمارک صدراعظمې هلې تورننگ شمیت په هیواد کې دوه بریدونه چې د هغې په وینا پکې دوه بې گناه ملکي وگړي وژل شوي د ډنمارک په وړاندې ترهگریز عمل وبالو او زیاته یې کړه:

"ډنمارک باندې ترهگریز برید شوی. پرون یوه سوله ایزه ورځ و او په یوې غونډې باندې چې د دموکراسي ډک بحث روان و برید وشو او یو تن پکې ووژل شو. تیره شپه په کوپنهاگن کې د یهودانو د کنیسې نه بهر یو کس ووژل شو."

په ډنمارک باندې د برید هدف

د کوپنهاگن په ښار کې د شنبې په ورځ په ېوې چایخانې کې په غونډه کې چې د بیان د ازادۍ په هکله جوړه شوې وه د سویدن یو کارتونیست، لارس ولکس هم گډون کړې و.

ښاغلی ولکس په کال ٢٠٠٧ کې د اسلام پیغمبر ته منسوب د کارتونو د جوړلو په گډون په لمسونکو طنزیه کارتون جوړولو کې شهرت لري. هغه له همدې وجې په مرگ هم گواښل شوی و.

د کوپنهاگن د چایخانې په برید کې سویدني کارتونست ته زیان ندی رسیدلی خو په دې ښار کې په ورته ورځ د یهودي کنیسې نه دباندې په ډزو کې یو یهودی رضا کار ساتونکی وژل شوی دی.

په اروپا کې د وروستیو ترهگریزو پیښو په لړ کې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو څخه غوښتنه وکړه چې بیرته دې اسراییل ته ستانه شي. ښاغلي نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې یهودان د اروپا په خاوره کې یوازې په دې دلیل وژل کیږي چې یهودان دي.

خو نن په یوې خبري کنفرانس کې د ډنمارک صدراعظمې هلي تورننگ شمت ژمنه وکړه چې د دموکړاسۍ دفاع کوي او په هیواد کې د یهوادنو ټولنې ته وویل چې یوازې ندي.

د کوپنهاگن د پولیسو مشر توربن مولگارد ینسن وايي:

"مونږ گمان کوو چې د دواړو پیښو تر شا د یو کس لاس و او مونږ گمان کوو چې مجرم د اورگاډي په تمځای کې د پولیسو له خوا وژل شوی. خو بیا هم مونږ خپلو پلټنو ته دوام ورکوو له همدې امله به په راتلونکې ساعتونو کې مونږ به په پلازمینه کې پراخ حضور ولرو."

په چایخانې باندې برید ځینو خلکو ته د جنوري په میاشت کې د فرانسې په پاریس کې د شارلي ایبدو په طنزیه مجلې باندې برید وریاد کړ چې پکې د مجلې ٩ کارکونکي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG