د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان د افغانستان نه د وتلو په اړه پرېکړه وکړه


د امریکا پارلمان د افغانستان نه د وتلو په اړه پرېکړه وکړه
د امریکا پارلمان د افغانستان نه د وتلو په اړه پرېکړه وکړه

د امریکا ولسي جرگې پرون د پنجشنبې په ورځ هغه پریکړه رد کړه چي د سږکال تر پای پوري د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل غواړي.

ولسي جرگې د ٩٣ رایو په مقابل کي په ٣٢١ رایو دا پریکړه رد کړه او په دې ډول دا دوهم کال دی چي د امریکا ولسي جرگه په پرله پسې توگه داسي فیصله کوي.

دا فیصله البته د کانگرس د غړو نظر څرگندوي، مگر حتمي نه ده چي هغه دي تطبیق سي. ددې پریکړي طرفداران وایي چي د افغانستان جگړه ډیره اوږده سوه او امریکا ته په ډیرو پیسو تمامیږي. او مخالفین یې چي په افغانستان کي د امریکایي قواو عمومي قوماندان ( ډیویډ پیټریاس ) هم په کي شامل دی وایي چي د ټولو امریکایي عسکرو را وتل به القاعده او طالبان خپل بری وبولي.

د امریکا د خلکو د نظر معلومولو د هغو سروې گانو نه چي د واشنگټن پوسټ د ورځپاڼي او د ( اې بي سي ) د خبري سرچینو له خوا ترسره شوي دا څرگندیږي چي په درو کي دوې برخي امریکایان ددې جگړې مخالف دي چي دا شمیر د پخوا په نسبت ترټولو لوړ دی.

ډینس کیوسینیچ د امریکا د ولسي جرګې هغه غړی دی چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو د خروج لپاره مبارزه کوي.

دی د افغانستان په اړه د ټول کانگرس نظر نه منعکسوي بلکې په حقیقت کې د هغه نظر یوه استثنی ده.

ځکه چې دی سږ کار د دوهم ځل لپاره و نه توانید چې کانګرس دې ته راضي کړي چې له افغانستان نه ټول عسکر عاجل راوباسي. نن وکیلانو رایه ورکړه او اکثریت رایې د هغه د وړاندیز په خلاف وې.

دا د هغه دوهمه هڅه ده. کیوسینسچ اشنا تلویزیون ته مخکې له دې ویلي وو چې دا ځل هغه په دې هکله پوره مطمین دی.

XS
SM
MD
LG