د لاس رسي وړ اتصالات

مرادعلي مراد: پاکستاني د بغلان د جګړې مشري کوي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د بعلان په روانو عملیاتو کې تراوسه د افغان پوځ دوه سرتیرې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د بعلان په روانو عملیاتو کې تراوسه د افغان پوځ دوه سرتیرې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د افغان پوځ چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د حکومت د وسله والو مخالفینو په خلاف عملیاتو کې تر دې مهاله له اویاو زیات وسله وال وژل شوي او تر دیرشو نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد چې د دغو عملیاتو رهبري په غاړه لري امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د بغلان جګړه د پاکستاني جنګیالیو له خوا رهبري کیږي.

هغه وویل "بهرني اتباع چې اکثره یې پاکستانیان دي په دې عملیاتو کې زیات اغیز لري، دوی (پاکستاني جنګیالي) په دې عملیاتو کې د رهبرۍ رول لري، د ډنډغوري په عملیاتو کې اکثره دوی (پاکستانیان) دي او د نورو هیوادونو اتباع تر اوسه تر سترګو شوي نه دي."

د لوی درستیز مرستیال زیاته کړه، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو ځینې مشران هم وژل شوي.

جنرال مراد په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې دوه افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپي شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د بغلان عملیات د دلوې میاشتې په شپږمه نېټه پیل شوي، چارواکي وايي دا عملیات به تر هغې دوام وکړي تر څو سیمه د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه شي.

جنرال مراد وویل، د بغلان ولایت د ډنډغوري او دهن غوري ولسوالیو مرکزونه د افغان ځواکونو په ولکه کې دي او د دې ولسوالیو د سرخ کوتل، نیازالله او پُل درقد سیمې لا هم د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي.

تیره اونۍ د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د حکومت وسله والو مخالفینو له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا یوه ستنه په بمونو والوزوله، چې له امله یې د کابل ترڅنګ د پروان، کاپیسا او جلال آباد په ښار کې هم د خلکو بریښنا پرې شوې ده.

جنرال مراد وویل، افغان ځواکونه لا تر اوسه د ډنډ شهاب الدین سیمې ته رسېدلي نه دي.

هغه وویل "زموږ عملیات لا تر اوسه هغې سیمې ته رسیدلي نه دي، موږ غواړو لومړی د مخالفینو استراتیژیکې سیمې له منځه یوسو، په هغې سیمه (ډنډ شهاب الدین) کې خلک هم تیار دي چې موږ ژر هلته ورسیږو او د برېښنا هغه ستنه چې الوزول شوې ده بیرته به یې تمدید کړو."

جنرال مراد د بغلان عملیات پېچلي وبلل او وې ویل له همدې امله افغان ځواکونه په احتیاط پر مختګ کوي.

د لوی درستیز مرستیال وویل، هوايي ځواکونه د هوا د خرابوالي له امله په دې عملیاتو کې اغیزمنه ونډه نه لري.

جنرال مراد دغه راز وویل، په دې عملیاتو کې ملکي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي او زیاته یې کړه چې د بغلان ولایت چارواکو د بې ځایه شوو د خوندیتوب لپاره هم اړین تیاری نیولی دی

هغه په دې عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي ښه وبلله.

XS
SM
MD
LG