د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کورني امنیت اداری د ٥٠٠٠٠٠ څخه زیات کسان نیولي دی


د امریکا د کورني امنیت د اداری په دې راپور کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د مهاجرت د چارو ادارې پخپلو کارونو کې د ټولو نه زیات اهمیت ملزم ثابت شویو مجرمینو، عام ولس ته متوجه خطرونو، د سرحدونو امنیت او ملي امنیت ورکړی و.

پدې راپور کې راغلي دي، سره لدې چې د تیر کال په پرتله سږ کال ډیر خلک نیول شوي خو د هغو نیول کیدو په پرتله ډیر لږ دي چې د 1980 میلادي کال نه نیولې تر 2008 کاله پورې شویدي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جې جانسن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " مونږ پدې کال کې د سرحدونو د امنیت په ساتلو کې هغه هلې ځلې جارې ساتلې وې چې فدرالي حکومت یې د څو لسیزو راپدیخوا کوي. "

ښاغلي جانسن ویلي دي چې دغو هلو ځلو ښه نتیجه ورکړیده.

په دی ورستیو کلونو کې په سرحدونو باندی د نیویو دویري له وجي اوس په غیرقانوني توگه د سرحد ونو څخه د تیریدو په هڅو کې د پخوا په پرتله ډیر زیات کمي راغلي دی.

XS
SM
MD
LG