د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د جغتو ولسوال د طالبانو په کمین کې ووژل شو


د غزني ولایت په تیرو دوه میاشتو کې د مخالفو وسله والو د پرله پسې بریدونو سره مخ دی
د غزني ولایت په تیرو دوه میاشتو کې د مخالفو وسله والو د پرله پسې بریدونو سره مخ دی

چارواکي وايي د جغتو ولسوال په داسې وخت کې چې د ولایت له مرکز څخه د جغتو ولسوالۍ په لور روان وو د سه قلعه قیاق په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو او وژل شوی دی.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي ددغه خبر د تایید ترڅنګ امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل

د جغتو ولسوال محمد داود په خپل شخصي موټر کې سپور وو او ولسوالۍ ته په لاره وو چې د قیاق په سیمه کې د طالبانو به کمین کې ووژل شو.

د غزني د امنیه قوماندانۍ د معلومات پر اساس د جغتو ولسوال پرته له دې چې امنیتي ارګانونه په جریان کې پریږدي د ولسوالۍ په لور په خپل شخصي موټر کې روان شوی وو.

تراوسه د حکومت مخالفینو په دې کله څه نه دي ويلي،غزني د افغانستان په مرکز کې پروت ولایت دی چې د دولت مخالفین ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې شتون لري.

د یادولو وړ ده چې د غزني د جغتو ولسوالۍ د غزني ولایت مرکز به دیرش کیلو مټرۍ کې موقعیت لري چې په تیرو ۱۴ کلنو کې د غزني له نسبتآ ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي.

تیره میاشت په غزني کې د طالبانو په ډله اییز برید کې ددغه ولایت له زندان څخه ۳۵۰ بندیان آزاد کړای شول همداشان تیره اونۍ طالبانو د کابل - کندهار لویه لار د یوې اونۍ لپاره په غزني کې تړلې وه.

XS
SM
MD
LG