د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د شهید حساس ولسوال په چاودنه کې ووژل شو


د ارزګان ولایتي چارواکي وایي چې په دغه جاودنه کې د ولسوال حاجي محمد اسمعیل یو بل ملګری ټپي شوی دی.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي چې په دغه جاودنه کې د ولسوال حاجي محمد اسمعیل یو بل ملګری ټپي شوی دی.

د ارزګان ولایت ولایتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د شهید حساس ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد اسمعیل نن د شنبې د ورځې د سهار په نهه بجو د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ولسوال حاجي محمد اسمعیل د خپل کور څخه د دفتر په لور روان و چې د لارې په اوږدو کې یې پر موټړ ماین وچاودید چې په ترڅ کې هغه ووژل شو او بل ملګری یې ټپي شو.

حاجي محمد اسمعیل د تیر یوکال را په دیخوا ددغې ولسوالۍ د ولسوال په توګه کارکوه.

ولسوال حاجي محمد اسمعیل په داسې حال کې د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د تیرو څلورو ورځو راهیسې د شهید حساس د ولسوالۍ په ګډون دارزګان د ولایت په پنځه ولسوالیو مخالفو وسله والو ډله ایز بریدونه پیل کړي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي په دغو جګړو کې یې خپلو مخالفانو ته د سر دروند زیان اړولی دی.

دوست محمد نایاب وایي چې په دغو جګړو کې یې تر یو سل او دوه مخالف وسله وال وژلي او څلویښت نور ټبیان کړي دي.

ښاغلی نایاب وایي چې په دغو نښتو کې د افغان امنیتي ځواکونو څوارلس تنه هم وژل شوي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو ددغه ولایت د خاض ارزګان، دهراود، شهید حساس، چینارتو او چارچینو ولسوالیو ته په غزیدلو لارو ماینونه هم ښخ کړي دي چې ورسره په دغو لارو تګ راتګ د ستونزو سره مخ شوی دی.

چارواکي وایي چې په دغو جګړو کېد اروزګان د ولایت په پنځه ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو دولس امنیتي پوستې مخالفو وسله والو نیولي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG