د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ډاکټران وایې، پولیو د هر ډول تماس لارې خپریدلی شي


ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ، چې په نړیواله کچه خطرناکه او درملنه یې ناشونې ده، ډاکټران یې په ډیره لوړه کچه ساري ناروغۍ هم ګڼي.

په فراه ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ متخصص ډاکټر مهتاب الدین نورزۍ وایې، نظافت او پاکوالې ته نه پاملرنه، د ګوزڼ ناروغۍ سرایت ته زمینه برابروي .

نوموړۍ وایي،ګوزڼ ناروغۍ د هر ډول تماس او نظافت نه مراعت کولو له لارې، له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي موندلۍ شي.

هغه وایي" د پولیو ناروغې په خاص ډول د دریو لارو انتقال مومي، یو د مستقیم تماس له لارې، د اخته سوی کس څخه روغ انسان ته سرایت کوي، د خولې د لاړو او د پوزې د اوبو له لارې، د یو انسان څخه بل انسان ته انتقال مومي او ویروس د انسان په وینه کې ګډیږي اوهم عصبې سیستم تر فشار لاندې راولې او انسان فلجوی، بل هم د مدفوع او یا هم غایطه موادو د لارې د یونسان څخه بل انسان ته په ډیره چټکې سره انتقال مومې ".

بل پلو د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق هم د ګوزڼ ناروغۍ په ډیره لوړه کچه سارې او په ګوزڼ د اخته شوي ماشوم درملنه ناشونې بولي.

هغه وایې، د ګوزن ناروغۍ څخه د تل لپاره د ژغولو یوازنې لار داده چې، ماشومانو ته هر ځل د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکول شي.

هغه وایي" دا په نړۍ کې ثابته شوي چې، پولیو په ډیره لوړه پیمانه سارې او خطرناکه ناروغي ده، نو د ګوزڼ ناروغۍ یوازنې لار هر ماشوم ته ته هر ځلې د پولیو واکسین دوه ځاځکې ورکول دي، د پولیو واکسین د ګوزڼ ناروغۍ محوه کولای شي".

د ډاکټرانو په وینا، پاکوالي ته نه پاملرنه، نه یوازې ګوزڼ بلکه د هر ډول نارغیو د خپرویدو لامل ګرځي، خو دیني عالمان بیا پاکوالۍ د ایمان یو لویه برخه بولي.

دینې عالم مولوي حمیداللهوايي، نظافت او پاکولۍ پر ټولو مسلمانانو فرض دی او هر هغه څوک چې پاکوالې ته پاملرنه نه کوي، کامل مسلمان نشي کیدلی.

هغه وایي"په اسلام کې امر دی چې مسلمانان باید ځانونه پاک وساتي، د ا دایمان یوه برخه نظافت ده، نو باید هر مسلمان خپل کوښښ وکړي چې، خپل ځان، خپل اولادونه او خپله کورنۍ د ناپاکه اوبوو ناپاکه خوړو او ناپاک چاپیریال څخه لرې او پاک وساتي، د ناپاکه جامو سره او یا هم په ناپاک ځای کې خو حتا لمونځ هم روایت نلري، نو خوړل خو یې بیخي لویه ګناه ده".

ګوزڼ یا پولیو په ډیره لوړه کچه سارې ناروغۍ ده، چې د روغتیاپوهانو په وینا، د اوبو او سفرونو له لارې، آن له یو هیواد څخه بل هیواد ته انتقال کیږي.

XS
SM
MD
LG