د لاس رسي وړ اتصالات

په کینیا کې د دولتي روغتونو ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب کړی


ډاکټرانو د حکومت نه غوښتي دي چې تنخوګانې دې درې سوه په سلو کې زیاتې کړي.
ډاکټرانو د حکومت نه غوښتي دي چې تنخوګانې دې درې سوه په سلو کې زیاتې کړي.

په کینیا کې دا درې اوونۍ کيږي چې ډاکټرانو د نه کار کولو اعتصاب کړیدی. هغوي د حکومت نه غواړي چې تنخواګانې دې ورته زیاتې کړي. د ډاکټرانو د دې اعتصاب له وجې شاوخوا دوه نیم زره صحي مرکزونه فلج شویدي.

د دولتي روغتونو تر څنګ اوس د شخصي روغتونونو ډاکټرانو هم د کار نه کولو اعتصاب کړیدی. په کینیا کې خلک په مالي لحاظ دومره وس نلري چې شخصي کلینیکونو ته د علاج لپاره ولاړ شي او اوس چې په شخصي او دولتي روغتونونو کې ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب کړی، ناروغان د غټو ستونزو سره مخ دي.

پنځه څلویښت کلنه روز ادیهامبو په همدې روانې میاشتې کې درې ځله ونشو کړی چې د ډاکټر سره وګوري. هغه د سینې سرطان لري او باید چې د جنوري د میاشتې په دریمې نیټې یې وروستۍ کیموترافي وشي.

" زه خو ښه یمه چې د روغتیا بیمه لرم. زما د علاج نیمیايي برخه د بیمې کمپنۍ ورکوي او نوره یې زه د خپل جیبه ورکوم. خوس زه اوس ډیره پریشانه یمه او تاسو پوهیږئ چې زما ناروغۍ ته پریشاني څومره تاوان رسوي. اوس چې دا دی ډاکټرانو اعتصاب کړی زما اندیښنه یې نور هم زیاته کړیده. "

په کینیا کې تقریباً یوه میاشت کیږي چې په دولتي روغتونونو کې ډاکټرانو او نورو کارکوونکو د کار نه کولو اعتصاب کړیدی. میرمن ادیهامبو وایي که چیرته هغه د خپلې کیموترافۍ لپاره شخصي روغتون ته ولاړه شي، باید چې دوه چنده زیاتې پیسې ورکړي چې دایې وس نلري. غږ

" که زه یوازې ډاکټر ته د دې د پاره ورشم چې خپل تکلیف ورته ووایم نو باید چې شپږ زره فیس ورکړم. زه باید دوا هم واخلم. زه د دې ټولو وس نلرم او دومره پیسې نشم ورکولی نو په همدې خاطر به تر هغه وخته ډاکټر ته ولاړه نشم تر څو پورې چې ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب ختم کړی نه وي. "

د ډاکټرنو د نه کار کولو د اعتصاب له وجې په کینیا کې تقریباً دوه نیم زره روغتیايي مرکزونه فلج شویدي. پدغو روغتونو کې د کینیاتا ملي روغتون هم شامل دی چې په هغه هیواد کې تر ټولو غټ دولتي روغتون دی.

د آغا خان د روغتون ډاکټرانو هم د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د دولتي روغتونو د ډاکټرانو سره د خواخوږۍ په خاطر د یوې ورځې لپاره د کار نه کولو اعتصاب وکړ. دا په نیروبي کې تر ټولو غټ شخصي روغتون دی.

د آغا خان د روغتون ډاکټران او کارکوونکي وایي د هرې پنجشنبې په ورځ به پدې خاطر اعتصاب کوي چې حکومت د دولتي روغتون د ډاکټرانو غوښته ومني او تنخوګانې یې ورته زیاتې کړي.

د کینیا حکومت ویلي دي چې د ډاکټرانو تنخواګانې به زیاتې کړي او هر یوه ته به د اتلس سوه ډالرو نه نیولې تر څلور نیمه زره ډالرو پورې تنخوګانې ورکړي خو ډاکټرانو د حکومت دا غوښتنه نده منلې. هغوي وایي چې په تنخوګانو کې دې درې سوه په سلو کې زیاتوالی شي تر څو هر ډاکټر وکړی شي لږ لږه په یوه میاشت کې درې زره دوه او پنځوس ډالره معاش ولري.

د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر اوما اولونګا وایي تر هغه وخته پورې به ډاکټران خپل کار پیل نکړي تر څو پورې چې حکومت یې غوښتنې نه وې منلې.

" مونږ یوازې غواړو چې د کار کولو لپاره شرایطراته بهتره شي. دا هغه څه دي چې د حکومت سره په موافقې کې یې یادونه شویده او حکومت لاسلیک کړي هم دي. مونږ اوس د حکومت نه غواړو چې دغه موافقه دې تطبیق کړي."

حکومت د ډاکټرانو د کار نه کولو د اعتصاب په ځواب کې د ډاکټرانو د اتحادیې غړي محکمې ته کش کړل تر څو هغوي مجبور کړي اعتصاب پای ته ورسوي او خپل کار پیل کړي خو قاضي وویل چې لومړی باید د قضیې سره ځان بلد کړي او وروسته به پریکړه کوي.

قاضي ویلي دي چې د نوي کال د راتګ نه مخکې هغه نشي کولی چې پدې هکله کوم حکم صادر کړي.

XS
SM
MD
LG