د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن کې د افغانو خبریالانو د وضعیت مستند فلم نندارې ته وړاندې شو


د رسنیو د ازادۍ د ورځې په مناسبت، د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو د وضعیت په اړه جوړ شوی مستند فلم د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې نندارې ته وړاندې شو.

د واشنګټن په پرېس کلب کې دغه مستند فلم په کابل کې د اطلاعات روز په نوم ورځپاڼې د نیوزروم یا د خبرونو د خونې د هغو شپو ورځو حال ښيي چې کله طالبانو کابل ونيوه.

په دې یو نیم ساعته فلم کې له تاوتریخوالي سره مخامخ خبریالان ښکاري چې پدې تشویش کې دي چې څنګه او کله به د هېواد نه وځي.

له افغانستان څخه کډه شوي ډېر خبریالان اوس په بهرنیو هېوادونو کې د خپل وطن په اړه آنلاین یا د انټرنیټ په وسیله خپرونې کوي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې مسئول ذکي دریابي په همدې ډلې خبریالانو کې دی. هغه وايي: "طالبان خپلواکې رسنۍ دښمنې ګڼي، د جاسوسۍ تور پرې لګوي او د اسلام پر ضد يې بولي." هغه زیاتوي: "خو موږ ځان ته جلاوطنه رسنۍ وایو او دوی ته وایو چې معلوماتو ورکولو ته به دوام ورکوو او چې څه روان دي د هغو په اړه به خبرونه خپروو."

د مستند فلم کتلو لپاره راغلي ځیني کسان د افغان خبریالانو د کړاوونو په لیدلو احساساتي شوي وو.

د کېرولینا کلاین په نوم یوې مېرمنې وویل، دا چې خبریالان د طالبانو تر واک لاندې څنګه کار کوي، څنګه له افغانستان څخه ووتل، نو دا ډېره احساساتي موضوع ده او په دې فلم کې دا په ښه ډول ښودل شوي دي.

د افغان خبریالانو مرکز تېر کال په اګست کې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېد راهیسې، ددغه هېواد نیمايي رسنۍ تړل شوي او ۷۰۰۰ خبریالان بې روزګاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG