د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن: ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست لیاقت نلري


ډانلډ ټرمپ د جائیدادونو کاروبار لري او هیڅکله یې په دولتي مقام کې کار ندی کړی خو هیلري کلنټن بیا د بهرنیو چارو د وزیرې سربیره د مشرانو د جرګې غړې هم وه.

ډانلډ ټرمپ د جائیدادونو کاروبار لري او هیڅکله یې په دولتي مقام کې کار ندی کړی خو هیلري کلنټن بیا د بهرنیو چارو د وزیرې سربیره د مشرانو د جرګې غړې هم وه.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس رئیس پال راین په رسمي ډول د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند د احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

پال راین کوښښ کوي چې د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتو کې خپل د جمهوري غوښتونکو ګوند یو موټی کړي.

راین چې د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې تر ټولو جګپوړی چارواکی دی، تیره میاشت یې ویلي و " چمتو ندی چې د ډانلډ ټرمپ ملاتړ وکړي." د ټرمپ جنجالي څرګندونې په سوداګرۍ، بهرنۍ پالیسۍ او ځینو نورو مسایلو کې د ګوند د موقف سره په ټکر کې دي.
خو ډانلډ ټرمپ او پال راین تیره میاشت په واشنګټن کې وکتل او راین د غونډې نه وروسته وویل چې " د ټرمپ د خبرو نه خوښ دی. "

په همدې حال کې د دیموکرات د ګوند مخکښه کاندیده هیلري کلنټن وایي چې ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست لپاره خطرناک او لیاقت یې نلري.کلنټن وویل چې د " جمهوري ریاست مقام خورا زیات مسؤلیت، علمیت او ثبات ته اړتیا لري" او زیاته یې کړه چې ډانلډ ټرمپ دغه ډول مزاج نلري.

هیلري کلنټن وویل چې ټرمپ داسې یو شخص دي چې هیڅ وخت باید د اتومي وسلو کوډونو په لاس ورنکړل شي.

" دا به یوه تاریخي اشتباه وي که مونږ ډانلډ ټرمپ خپل اعلی قوماندان کړ. او دا به زمونږ هغه زحمتونه عبث کړي چې دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په ګډه کړیدي. "

کلنټن د کالیفورینا ایالت د سنډیګو په ښار کې د بهرنۍ پالیسۍ په هکله پخپلې وینا کې دا هم وویل چې " ټرمپ امریکا او د نړۍ په اړه هیڅ ندی خبر" او زیاته یې کړه چې " که یو څوک ټرمپ لږ شانتې هم پاذاب کړي، ښایي چې هغه امریکا په جګړې کې ورښکیله کړي. "
ډانلډ ټرمپ بیا په ټویټر کې د هیلري کلنټن ځواب ووایه او هغه یې " مکاره هیلري کلنټن" یاده کړه. ټرمپ همدارنګه لیکلي دي چې " دروغجنه هیلري کلنټن زما د بهرنۍ پالیسې په هکله ناسمې خبرې کوي. "

XS
SM
MD
LG