د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: زه د رسنیو دښمن نه یم


دونالد ترمپ په مریلند ایالت کې د امریکایي محافظه کارانو په غونډه کې
دونالد ترمپ په مریلند ایالت کې د امریکایي محافظه کارانو په غونډه کې

دونالد ټرمپ د امریکایي محافظه کارانو په غونډه کې په هغو رسنیو باندې د خپل انتقادونو دفاع وکړه چې هغه یې "درواغجنې" بولي او وویل چې هغه د رسنیو دښمن نه دی.

دونالد ترمپ د فبرورۍ په ٢۴ د جمعې په ورځ د مریلند په ایالت کې د امریکایي محافظه کارانو په کنفرانس کې برخه واخیستله او په خپله وینا کې یې پر رسنیو باندې نیوکې وکړې.

ښاغلي ټرمپ د غونډې گډونوالو ته وویل "زیات شمیر رسنیو مونږ هیڅکله جدي نه گڼلو، خو تاسو ثابته کړه چې خلکو ته باید په کمه ونه کتل شي."

جمهور رئیس ټرمپ د خپلې تیرې اونۍ وینا ته په اشارې وویل چې "زما له قوله یې ولیکل چې ویلي مې دي مطبوعات دښمن دي. ما ویلي وو چې ناسم خبر زمونږ دښمن دی. خو زما خبره یې تحریف کړه".

هغه وویل "زه د رسنیو دښمن نه یم. زه له غیر صادقو رسنیو غواړم چې خپلې منابع څرگندې کړي. مونږ زیاتې شبکې لرو چې زمونږ پر ضد نظرپوښتنې خپروي. لکه د کلنتن خبري شبکه."

دونالد ټرمپ سي ان ان د کلنتن د خبري شبکې په نوم یاد کړ.

ښاغلي ټرمپ چې په دې وروستیو کې یې د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته د دښمن خطاب کړی و، وویل "کله چې رسنیو ته د غلط خبر په اړه شکایت کوو، وایي دا په امریکا کې د بیان د آزادۍ حق دی. نه. رسنۍ باید پرته له منبع خبر خپور نه کړي."

ښاغلي ټرمپ خپل دې انتخاباتي شعار ته هم اشاره وکړه چې وایي "زمونږ خلک تر نورو لومړیتوب لري." د هغه دغه څرگندونو ته په گرمۍ هرکلی وویل شو.

په بهرني سیاست کې بدلون

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د مخکني جمهور رئیس باراک اوباما د حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ انتقاد وکړ او وویل "مونږ کلونه کلونه د نورو لپاره جگړه وکړه او د هغوی دفاع مو وکړه، خو د خپلو خلکو نه غافل وو. زه غواړم د خپل هیواد امنیت لوړ ووینم."

هغه زیاته کړه "هغه پانگه چې مونږ په منځني ختیځ کې ولگوله مونږ کولای شول درې ځلې پرې امریکا جوړه کړو."

دونالد ټرمپ وویل "زمونږ بهرني سیاست ته وگورئ آیا مونږ په دې کلونو کې په کومه جگړه کې بریالي شوي یو؟ زه د امریکا د یو بریالي بهرني سیاست پسې یم."

XS
SM
MD
LG