د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزي د کابل بانک د دوسیې د بیا راڅپړلو حکم کړی


د کابل بانک مرکزي دفتر (ارشیف)
د کابل بانک مرکزي دفتر (ارشیف)

د افغانستان دوزیرانو د شورا ددفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د افغانستان له سترې محکمې غوښتي چې د کابل بانک دوسیه ته بیا کتنه وکړي او د یوې نیمې میاشتې په موده کې دې په اړه رپوټ برابر کړی.

د وزیرانو د شورا د دفتر ویاند جواد ناجي امریکا غږ ته وویل چې د جمهور رئیس د حکم له مخې په کار دي چې ستره محکمه هره اونۍ جمهور رئیس ته ددې کار د پرمختګ رپوټ وړاندې کړی.

ښاغلي ناجي وویل "د جمهور رئیس په حکم کې راغلي چې لویه څارنوالي مکلفه ده چې ټول هغه کسان او شریکان چې د لویې څارنوالۍ له خوا تورن شمیرل شوي د عدلي تعقیب لاندې ونیسي".

نږدې څلور کاله وړاندې کابل بانک د دغه بانک نه د بانک د شریکباڼو له خوا د زښتو زیاتو پیسو د ایستلو وروسته دیوالي شو چې د بانک د ژغورني لپاره افغان حکومت دغه بانک ته د اته سوه پنځویشت میلونو ډالرو پور ورکړ او ورسره یې ددغه بانک چارې هم مالیې وزارت په لاس کې واخیستې.

د کابل بانک د سترو یوویشت پوروړو په ډله کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ورور او د هغه د یو مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ورور نومونه هم شامل دي، خو ددغه بانک د دوسیو د پلټنې محکمې د بانک دوه پخواني چارواکي شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي د بانک د دیوالي کیدلو د اصلي څیرو په توګه پیژندلي او محاکمه کړي دي.

تر اوسه د افغانستان سترې محکمې د افغانستان د جمهور رئیس د دغه حکم په باب څه نه دي ویلي خو سترې محکمې د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو وینا ته عکس العمل ښودلی او د افغانستان په قضا باندې د فساد د تورونو د سپیناوي غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان نوي جمهور رئیس د خپلې لوړې مراسمو ته په وینا کې وویل چې په قضا هم د فساد تورونه شته او ددغې ادارې نه یې وغوښتل چې یوه میاشت کې دننه دې د مکافاتو او مجازاتو په بنیاد د خپلو مامورینو حالت وڅیړي.

د افغانستان جمهور رئیس ویلي چې د ادارې اصلاح یې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او دا ځکه چې د افغانستان خلک ورځینې د ادارې اصلاح غواړي.

جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ هم د عبدالله عبدالله د پیژندلو غونډې ته په وینا کې وویل چې د ادارې په صلاح ټول افغانان یوه خوله دي.

ښاغلي احمدزي وویل "د اصلاحاتو سیاست هغه ټکي دي چې زمونږ ملت ورباندې یوه خوله دی مونږ به دغه ملي اجماع انشالله او تعالی دا په یوه قوي سیاسي اراده بدله کړو".

مامورینو ته د اجرائیوي رئیس د ورپیژندلو دغه غونډه کې د ښاغلي غبدالله د سلګونو لوړپوړو ملاتړو ترڅنګ د بلخ والي استاد عطا محمد نور هم برخه لرله.

د بلخ والي چې د افغانستان د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله یو له کلکو ملاتړو نه وو په دې غوڼده کې د ټاکنو راوروسته په لومړي ځل له اشرف غني احمدزي سره وکتل.

دې غونډه کې د استاد عطا یو بل سیال جنرال عبدالرشید دوستم هم برخه لرله.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې استاد عطا د جمور رئیس اشرف غني احمدزي سره کومه ناسته هم کړې ده او که نه خو دا لومړۍ ځل و چې هغه د نوي جمهور رئیس سره نن په یوه غونډه کې ناست وو.

XS
SM
MD
LG