د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر محمد حسن کاکړ ژوند،علمي،سیاسي او ټولنیز فعالیتونه


پوهاند محمد حسن کاکړ د افغانستان ستر مورخ، څیړونکی او لیکوال د ډیرو کتابونو او آثارو مولف د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ٥ نیټه د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې په یوه روغتون کې وفات شو. د دوشنبي په ورځ د جنورۍ په ١٦ نیټه په لغمان ولایت کې خارو ته وسپارل شو .

لیکوال حبیب الله رفیع د ښاغلي محمد حسن کاکړ د ژوند په اړه داسې وايي ،،پوهاند ډاکټر محمد حسن ددې کوښښ وکړ چې د افغانستان ملي تاریخ په ملي روحیه ولیکي، د افغانستان د تاریخ ملي ارزښتونه رابرسیره کړي او بلاخره د یوه دقیق محقق په حیث هر کتاب چې لیکي مستند يې ولیکي او د اصولو سره سم يې ولیکي. خصوصا هغه کتاب چې نوموړي په امیر عبدالرحمان خان لیکلی دی. په هغهکې یې د ډیر و احساساتو نه کار نه دی اخیستی او دغه راز یې د ډیورنډ په کرښه ډیرې زیاتې مقالې لیکلي دي او کوښښ یې کړی دی چې ددې مسلې ملي اړ خ روښانه کړي.،،

لیکوال رفیعزیاتوي ،، کله چي روسان کابل ته د پرچمیانو په وخت کې راغلل نو ډاکټر محمد حسن کاکړ د استادانو اتحادیه جوړه کړه، او په هغه وخت کې دا ډیر لوي جرت و چې ده وکړ او د روسیې د تسلط په وړاندېیې مبارزه او فعالیتونه شروع کړل. او له دې وجې بندي شو او په ډیره میړانه یې زاندن ته ملا تړلې وه او بیا چې کله پاکستان ته راغی نو هم آرام نه کښیناستی او ملي کسانو او حلقو کی د افغانستان د آزادۍ دپاره یې مبارزه شروع کړه. د طالبانو دورهیې وغندله او کله چي امریکایانو مداخله وکړه هغه یې هم وغندله، نو دی یو داسي شخصیت و چي هیڅ غیرملي حرکت او غیر ملي حکومت یې نشو منلی.،،

شاعر او لیکوال عبدالغفور لیوال د ډاکټر کاکړ په هکله وویل،، چې ښاغلی کاکړ ١٥ کاله مخکي په لومړۍ لویې جرګې کې د گډون دپاره کابل ته راغی، نو په ډیرو مواردو مو ورسره بحثونه وکړل او هغه وخت د افغانستان سیاستونو په ټاکلو کې ما د ډاکټر ملي او افغاني دریځ تر ډیره حده وپیږندی،،

عبدالغفور لیوال دا هم وویل چې ،، د افغانستان معاصر تاریخ تر ډیر حده بهرنیانو د لسیزو راهیسې د خپلې زاویېنه لیکه ، کاکړ د لومړنیوو او حتی د یواځنیوو کسانو څخه و چې د افغانستان تاریخ یې په علمي لیکونو کې بهرنیانو ته وروپږندی،،

دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت پخواني وزیر او د امریکا غږ پخواني خبریال عبدالباري جهاني د کاکړ په اړه وویل،،په امیر عبدالرحمان خان باندې د کتابونو لیکل ډیر جرات غوښتی، چي ده وکړ، دعلمي خدماتو نه علاوه د کاکړ شخصیت ډیر مهم دی، ټول ژوند یی پاک تیر کړ. هیڅ یو مستعب ته یې سر ټیټ نه کړ او نه یې خدمت ورته وکړ .

په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال ډاکټر ضامن مومند وايي ، ،،د ډاکټر کاکړ دوې خاطري ډیرې ورته مهمې دي، د ثور د کودتاه وروسته کوم وخت چې دی د پلچرخي په زندان کې بندی و، نو حکومتي کسانو ورته وویل چې تاسو دومره واویاست چې په افغانستان باندی د روسانو یرغل موجه دی. نو هغه انکار وکړ او ورته وویل چې زندان مو قبول دی خو د تاریخ سره خیانت نه کوم،،.

او بله خاطره دا چی ،، د پخواني جمهوریس حامد کرزي په وخت کې ورته پیښنهاد وشو چې د مشرانو په جرگه کې به انتسابيتوګه غړي شي نو ډاکټر ورته وویل چې محقق یم او غواړم چې محقق پاته شم،،

مومندزیاته کړه چې ،،ډاکټرکاکړ ورته وویل چې دی همیش غواړي چي د افغانستان راتلونکي نسل ته مستندې لیکنې پریږدي چې دافغانستان د ګټو او بهبود دپاره وي،،.

د ډاکټر محمد حسن سوانح


کوچنیوالی او لومړۍ زده کړې

محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ ز یږدیز کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ درې د پلوټې په کلي کې د میرزا فضل الحق کاکړ په کور کې زیږېدلی و. په ماشومتوب کې ېې پلار وفات شو او لا تنکی ځوان و چې مور یې هم وفات شوه.

لومړمي زده کړې یی په لوي جومات کې پیل کړي او بیا یې د قلعه السراج په ښوونځې کې دوام ورکړ، تر نهم ټولګي پورې زده کړې په لغمان کې پوره کړي، او بیا کندهار ته لاړهلته ېې یو کال زده کړي د احمد شاه بابا لیسه کی وکړي. او بیا ورسته ېې دوه کاله زده کړی د کابل په دارالمعلمین کې وکړې.

ډاکټر محمد حسن کاکړ په ۱۹۵۰ کال کې د غازي لېسې نه په لومړۍ درجه بریالی شو. نوموړی په ۱۹۵۳ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال کې د دې پوهنځي د تاریخ د څانګې نه فارغ او په لومړۍ درجه بریالی شو.

د مسلکي اود ټولنیزژوند لومړي کلونه

کاکړ د ادبیاتو د پوهنځي د فارغېدو وروسته په پښتو ټولنه کې مسلکي غړی او د کابل مجلې چلوونکی وټاکل شو. او ددی برسېرهېې د ادبیاتو په پوهنځي کې زده کونکو ته درس هم ورکاوه.
محمد حسن کاکړ لا محصل و چې د مايکل سټيوارټ کتاب «د برېتانې سیاسي سيستم» یې د انګلیسي ژبې نه په پښتو وژباړه چې د دغه خدمت په خاطر په ۱۹۵۷ کال کې د ابن سینا جایزه ورکړل شوه.هغه د «ماکسیم ګورکي د ادبیاتو په اړه» کتاب د انګليسي نه په پښتو وژباړه چې پښتو ټولنې له خوا په ۱۹۶۹ کال کې خپور شو.

لومړي بهرني سفرونه او لوړې زده کړي

کاکړ په ۱۹۵۸ کال کې د یوه رسمي هیئت د غړي په توګه شوروي اتحاد او په بل کال امریکې ته سفرونه وکړل. نوموړی په ۱۹۶۱ کال کې د لوړو زده کړو لپاره لندن ته ولاړي . هلته یې لومړی د کابل پوهنتون شهادتنامه د لندن د پوهنتون د لسانس انډوله کړه او بیا یې د امیر عبدارحمن واکمني وڅېړله اود ماسټري سند ېې واخیست چې په ۱۹۷۱ کال کې «د افغانستان ننني سیاسي انکشافات» په نوم په لاهور کې چاپ شو.

افغانستان ته راستانیدل

محمد حسن کاکړ په ۱۹۶۸ کال کې د لندن نه افغانستان ته راستون شواو د کابل په پوهنتون کې د تاریخ د استاد په توگه کار پیل کړ.

د تدریس په جریان کې دوه کتابونه دیموکراسی در جهان امروز» او «تاریخ څه ته وایي؟» د انګلیسي نه په ترتیب سره په فارسي او پښتو وژباړل چې وروستی یې د کابل پوهنتون له خوا په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. نوموړي همدارنګه د سډني پينټر کتاب چې «د منځنيو پېړيو اروپا» نوميږي وژباړي.

امریکا ته د لوړو زده کړه دپاره بیا تلل
کاکړ په ۱۹۷۲ کال کې د نورولوړو زده کړو لپاره د فولبرایټ په سکالرشیپ د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او د پرنسټن په پوهنتون کې یې د امیر عبدالرحمن په دورې نوره څېړنه پیل کړه او په ۱۹۷۵ کال کې یې هغه د هارورډ په پوهنتون کې بشپړه کړه چې په ۱۹۷۹ کال کې د ډاکټری تېزس « د امير عبد الرحمن په واکمني کې حکومت او ټولنه» د امریکې د تکزاس د پوهنتون له خوا خپور شو.

نوموړي په دغه اثر سره د لندن د پوهنتون نه د ډاکټرۍ شهادتنامه تر لاسه کړه او په ۱۹۷۶ کال کېهیواد ته راستون او د کابل په پوهنتون کې د تاریخ د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ.

په ۱۹۸۱ کال کې د کابل پوهنتون له خوا د ده څېړنیز اثر «افغان، افغانستان و مختصرې از کوشش های افغان برای تاسیس دولت در هندوستان، ایران و افغانستان» په ۱۹۷۸ کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپور شو.

د ثور کودتا، بند او مهاجرت
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل وروسته د حکومت پر ضد د سیاسي فعالیتونو له کبله بندي شو چې او بیا ورسته د نړیوال فشار په وړاندې د کابل رژیم اړ شو چې د پنځه کاله بند وروسته نوموړی د بدن څخه خلاص کړي.

د بند وروسته بیرته په پوهنتون کې استاد شو، خو د همدغه کال په پای کې له خپلې کورنۍسره پېښور ته گډه شو. په ۱۹۸۹ کې د خپلې کورنۍ سره یوځای د امریکا متحده کال او د کالیفورنیا د ایالت په کانکرډ ښار کې ژوند پيل کړ.

په مهاجرت کې سیاسي،عملي او ټولنیز فعالعتونه

پوهاند ډاکټر کاکړ په ۱۹۹۰ کال کې د هغه غورځنګ غړی او بیا مشر شو چې موخه یې د لویې جرګې له لارې د افغانستان د مسلې حل و. ده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د لانجې په هکله په غونډو کې لکه د استانبول، توکیو، اسلامي اسیا ، یونسکو، اهوس او تاشکند په کنفرانسونو کې ګډون وکړ او بیانیې یې ورکړې. ده د استانبول په سيمينار کې چې د ۲۰۰۷ کال د جولايي د مياشتې د۱۱-۱۳ نېټه داير شوی و او د افغان مطالعاتو امريکايي موسسې او د پاکستان د مطالعاتو امريکايي موسسې له خوا تنظيم شوی و خپله وينا «د ډېورنډ کرښه، تاريخ، پايلې او راتلونکې» تر سر ليک لاندې وړاندې کړه. ده د توکيو په کنفرانس کې چې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغانستان په اړه جوړ شوی و، وينا وکړه.

کاکړ د اسلامي اسيا په کنفرانس کې چې په ۱۹۹۵ د اګست په مياشت کې د امريکې د جنګ د پوهنځي د بين المللي مطالعاتو او ستراتيژيک پروګرام له خوا جوړ شوی و خپله وينا وړاندې کړه.

کاکړ د يونسکو په کنفرانس کې چې په کابل کې په ۱۹۷۱ کال کې د کوشاني دورې په اړه جوړ شوی و خپله وينا واورله.

ده د ډنمارک د اهوس د ښار په کنفرانس کې د هندوکش د کلتور په اړه د موزګارد موزیم له خوا داير شوی و برخه واخېسته. ده په ۱۹۵۸ کال کې د تاشکند «د افريقايي او اسيايي کنفرانس کې ونډه واخېسته.» ده همدارنګه د هېواد نه د باندې په افغاني او نورو خپرونو کې د افغانستان د کشالې په هکله لیکنې وکړې.


د کاګړ بل اثر چې «افغانستان، د داخلي سياسي انکشافاتو بيان، ۱۸۸۶-۱۸۸۰» په ۱۹۷۱کال کې د لاهور عرفاني موسسې له خوا په انګليسي ژبه خپور شو. د نوموړي بل اثر چې «د افغانستان په باب د ژينو جوړه» نوميږي په ۱۹۸۸ کال کې د وفا له خوا په پېښور کې چاپ شو. د کاکړ بل کتاب چې «جنګ دوم افغان-انګليس» نوميږي د افغانستان اسلامي ملي محاذ له خوا په ۱۹۸۹ کال کې په پېښور کې چاپ شو. دغه اثر د سيد نظيم سيدي او مجيب الرحمن اميري له خوا په پښتو اړول شوی او په لندن کې د افغان ليکوالو کلتوري ټولنې له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو. ده په ۱۹۹۰ کال کې «افغانان د شپږ شپتم کال په پسرلي کې له روسانو سره د جنګ په حال کې» لیکلی چې د سپین غر د کتاب چاپولو ټولنې له خوا په جرمني کې خپور شو.


کاکړ په ۱۹۹۵ کال کې په انګلیسي ژبه «افغانستان، شوروي یرغل او د افغانو ځواب» کتاب بشپړ کړ چې د کالیفورنیا پوهنتون له خوا خپور شو. نوموړي وروسته یو بل اثر چې «رڼا او دفاع» نومیږي تدوین کړ چې په ۱۹۹۹ کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا په پېښور کې چاپ شو. ده په ۲۰۰۵ کال «طالبان او اسلامي بنسټ پالنه» او بیا د «باچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه» کتابونه ولیکل چې د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا چاپ شول. په ۲۰۰۶ کال کې د ده یو بل مهم اثر «د افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیکي تاریخ» په انګلیسي ژبه په هالنډ کې خپور شو چې اوس محترم سليمي په پښتو ژباړلی او د چاپ لاندې دی

په ۲۰۰۷ کال کې د کاکړ له خوا د هومر بالابانس لیکنه: «د سقراط، افلاتون، ارسطو، اېپیکور او زینو په نظر ښه انسان» د انګلیسي نه په پښتو وژباړله او د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوه. همدارنګه ده د انګلیسي نه د محمود طرزي خاطرې په پښتو و ژباړلې چې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا په ۲۰۰۷ کال کې خپرې شوې.

په ۲۰۰۹ کال کې د ده بل اثر «د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه» د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا خپور شو. په ۲۰۱۰ کال کې د کاکړ دوه نور اثار: «زما غوره ليکنې» او «د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې» د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا خپاره شول. د نوموړي بل کتاب چې «پښتون، افغان، افغانستان» نوميږي په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شو.

د پوهاند ډاکټر کاکړ بل اثر چې «د افغان-شوروي جګړه» نوميږي د «کاکړ تاريخي علمي بنسټ» له خوا په ۲۰۱۵ کال کې خپور شو. د نوموړي دوې ژباړې : «جنګ او زموږ نړۍ» د جان کیګن ليکنه او «د انسانتوب په اړه د اخلاق پوهنې پرنسپونه» د اندروس ورګا ليکنه د کاکړ تاريخي-علمي بنسټ له خوا په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شوې دي.

کاکړ همدارنګه يو لړ مقالې چې په انګريزي ژبه ليکلې او په بيلو پيو خپرونو کې چاپ شوې دي. د هغو د جملې نه د ده څلور لنډې ليکنې: «د افغان-شوروي جنګ»، «د معاصر افغانستان لنډ تاريخ»، «طالبان» او «کابل» په نومونو د معاصرې نړۍ د اکسفورد دايرته المعارف په لومړي، څلورم او اووم ټوکونو کې د اکسفورد پوهنتون له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپرې شوې دي. د کاکړ بله ليکنه چې «د افغانستان د اساسي قانون تاريخ» نوميږي په ۱۹۹۲ کال کې د ايرانيکا دايراته المعارف په لومړي ټوک کې د کولمبيا پوهنتون په نيويارک کې خپره کړې ده. همدارنګه د نوموړي يوه بله ليکنه چې «منځنۍ اسيا، د يوې سرپټې سيمې پرانېستل کېدلو پيل» په نوم ياديږي په انګيسي کښلې او په ۱۹۹۳ کال کې د وفا له خوا خپره شوه.

د نوموړي بله ليکنه چې «ايا دوی د افغانستان کشاله هوارولی شي؟» په ۱۹۸۸ کال کې په نيويارک کې په وال سټريټ ژورنال کې نشر شوه. د ده بله ليکنه چې «په ۱۹۷۳ کې د افغان پاچايي نسکورېدل» نوميږي په ۱۹۷۸ کال کې د منځني ختيځ د مطالعاتو بين المللي ژورنال په نهمه شماره کې خپره شوې ده. بله مقاله يې چې «د افغانستان د هزاره ګانو ايلېدل» نوميږي په ۱۹۷۳ کال کې په نيويارک کې د اسيا ټولنې له خوا خپره شوه. د ده بله ليکنه چې «د معاصر افغانستان د تاريخ ميلانونه» نوميږي د لويي دوپرې او لنين البرت له خوا په تنظيم شوي کتاب کې «افغانستان په ۱۹۷۰ لسيزې کې» د پريګر موسسې له خوا په ۱۹۷۳ کال کې خپره شوه.
د افغانستان بېرته متحد کېدل ۱۸۸۰-۱۸۸۴ په نوم د ده ليکنه په ۱۹۷۰ کال کې د افغانستان د تاريخ ټولنې د افغانستان مجله کې خپره کړه.

کاکړ د ننه په هېواد کې او هم د هېواد نه د باندې په پښتو او پاړسو کې د افغان چلوونکو په ورځپاڼو او مجلو کې د روانو او تاريخي موضوع ګانو په اړه ډېرې ليکنې خپرې شوې دي چې يو شمېر يې د ده په هغه کتاب کې چې «زما غوره ليکنې» نوميږي را غونډې شوې دي او يو شمېر يې راټولې شوې نه دي بايد راټولې او د يوه کتاب په بڼه خپرې شي. د ده څلور مهمې مقالې چې «د ډېورنډ توافق ليک بايد ډېر د مخه باطل اعلان شوی وای»، «افغانستان، پاکستان او پښتونستان»، «پښتانه او د ډيورنډ توافق ليک» او «د ډيورنډ توافق ليک ته يوه وروستۍ کتنه» د هغو مقالو په ټولګه کې چې د «ډيورنډ د واحد ملت د بيلتون کرښه» نوميږي چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوې، خپرې شوې دي. دا مقالې د لپه په نوم درې مياشتنۍ مجالې کې هم خپرې شوې دي.

ټولنیز فعالیتونه
نوموړی يو شمېرغير اکاډميک فعاليتونه کړي چې د ځينو نه يې لنډه يادونه کوو
-کاکړ د۱۹۹۹ راهيسې د افغان کلتوري ټولنې غړی و

-د ۱۹۹۴-۱۹۹۰ د افغانستان لپاره د يوه تمثيلي حکومت حرکت چې په لاس انجلس کې جوړ شوی و موسس غړی و
۱۹۸۷-۱۹۸۲ کې د څرخي پله په بنديتون کې د بندي کېدو له کبله د بين المللي عفوې د سازمان له خوا «د وجدان بندي» اعلان شو.
-نوموړی د افغانستان د استادانو او محصلانو د اتحاديې موسس غړی و چې د شوروي د يرغل نه تر ۱۹۸۲ کال پورې په کابل کې د شورويانو او د کارمل مزدور حکومت پر ضد پټه مبارزه پر مخ بيوله موسس غړی و.
-ده د ازاد ژورنالېست، څېړونکي او ويناکونکي په توګه د بي بي سي راډيو لپاره په پښتو او پاړسو کې ليکنې او ويناوې برابرولې چې هغه بيا په افغانستان راډيو کې خپرېدې. په دغه لړ کې ده د انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره ۱۵۰ درسونه په پاړسو تيار کړي و.


-د ۱۹۵۲-۱۹۵۰ په کابل کې د امريکې د کتابتون معلوماتي سرويس د چلوونکي مرستيال و او په دغه مهال يې انګرېزي ژبې کورسونو کې افغان زده کړيالو ته انګليسي درسونه ورکول.

د ډاکټر محمد حسن کاکړ زوي کاوون کاکړ د فیس بوک د پاڼي څخه مو د محمد اقبال وزیري لینکه چې ډیره په تفصیل لیکې استفاده کړي او مننه ورڅخه کوو.

ډاکټر محمد حسن کاکړ کتابونه او ژباړي
د ډاکټر محمد حسن کاکړ صیب هغه کتابونه چې هغه یا ژباړلۍ او یا ېې خپله لیکې تاسو کولاي شي چي په دهغو لینکو کلک کولو دلاري دهغو کتابو ولولي.

د افغانستان سیاسي او ډیپلوماټیک تاریخ

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsbEs3MWFSMTN2S…/view…

افغانستان، د شوروي یرغل او د افغانو ځواب، ١٩٧٩،١٩٨٢


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsZGctUmFYemllV…/view…

د امیر عبدلراحمان په دوران کي حکومت او دافغانستان ټولنه


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsb2RqRlc3NWFqW…/view…

د ډاکټر صیب ځینې خاصې لیکنو آثار


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsakZwdEtZRDVxQ…/view…

افغان شوروي جگړه


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsN2V2ZVZMX1hhR…/view…

د جنیوا موافقه او افغانستان

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsRktxYWRXejNTM…/view…

د ١٩٧٨ کال د ثور کودیتا او د هغي بدترنه پایلي


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsMm81UGdQVldvW…/view…

د سرطان کودیتا، په افغانستان کې د اوږدمهالۍ بي ثباتي لامل


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsb0I5TFJILVo5c…/view…

د غازي امان الله خان د باچايي دوري ته بیا کتنه


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsQkRnVThjeG5wY…/view…

د لنډی مودی خاطري


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsNWxJWVI4ZEtOR…/view…

هیوادته یو سفر، طالبان او افراطي اسلام

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsY0hqWnc1VFkwM…/view…

د ډاکټر صیب اوسني حالات، تاریخ، او د نفوس په اړه مختلیف مضامین


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsbGZmUDlUTjhQM…/view…

ژباړي، د کابل سلطنت، لیکوال مونسټراټ الپسټون

ژباړه ، محمد حسن کاکړ

https://drive.google.com/…/0B7h-dd2BPS2XbHQ0U1FpQnJsR…/view…

تاریخ څه ته واېې؟


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsRUNqd2JVSVdUd…/view…

جنگ او زموږ هیواد


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsYjFVVWZya29fU…/view…

بشریت، او داخلاقو اصول


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wseDR4dGtiRG1DN…/view…

د علم تاریخ او پوهاوي تعریفول

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsWU83SUwycFNaR…/view…

د افغانانو او د انگریزانو دوهمه جگړه


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsY05vUFFFMXBrc…/view…

په یوه کتاب کې افغانستان په تیرو پنځو پیړیو کښي


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsOVdnQWsxOVMzO…/view…

د ډیورنډ د موافقي پښتو ژباړه


https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsc0Q1Zk0ySU9jS…/view…

پښتون،افغان،او افغانستان

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wscl9nZEd0TnVXW…/view…

افغان، افغانستان او په افغانستان او هند کي د سازمانو جوړیښت

https://drive.google.com/…/0BzJp_mPL-1wsWkhhRUQwMUNiT…/view…

XS
SM
MD
LG