د لاس رسي وړ اتصالات

فیلباب: د افغانستان انتخابات مشروعېت رامنځ ته کولای شي


وانده فیلباب براون دبروکنگز په انستېتیوت کې د ا منېت، نړۍ والو او کورنېو شخړو کارپوهه ده.
وانده فیلباب براون دبروکنگز په انستېتیوت کې د ا منېت، نړۍ والو او کورنېو شخړو کارپوهه ده.

د مخدره موادو د تجارت پېسې پخپله له ځان سره اداري فساد منځته راولي، ځکه چې زښتې ډېرې پېسې په سېستم کې ور داخلوي.

ډاکټرې وانده فېلباب براون، په افغانستان کې اول ځل د اساسی قانون په لسېزه کې انتخابات پېل شول، هغه وخت عام تصور داو چې بډاېانو او بارسوخه کسانو به په افغانستان کې د پارلېمان چوکۍ گټلې. په واقعېت کې هم تر زېاتې اندازې پورې همد اکار کېده.
اوس چې په افغانستان کې دمخدره موادو پېسې تر پخوا لاډېرې شوېدي او د ټوپک او سیاست قدرت هم ورسره ملگری دی، تاسې په افغانستان کې ددېموکراسۍ او آېنده انتخاباتو په برخه کې څه فکر کوئ؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:23 0:00
مستقیمه لیکه

ډاکټر ې فیلباب براون وویل زه فکر کوم چی داېوه ډېره غټه او ستره ستونزه ده. دا ېوازې د مخدره موادو د تجارت پېسې ندي، که څه هم د ا پېسې ښايي د غېر قانوني پېسو په جمله کې تر ټولو زېاتې وي چې د افغانستان سېستم ته ور داخلېږي او پر هېوا د باندې اغېزې لري. په افغانستان کې جنايی اعمال زښت ډېر شوي دي، د جنایت ډېر ډولونه هلته موجود دي. په دې کې د حکومت ډېر چارواکي او د حکومت د ېوشمېر ادارو نومونه هم چې په دغو جناېاتو کې لتاړ گڼل کېږي، ډېر زېات اخېستل کېږی.

د ا مهمه نده، چی دا جنايي اعمال د مخدره موادو تجارت د ی اوکه د بهرنېو هېوادونو د مرستو په پېسو کې ېو ه غټه برخه د ځان لپاره په مختلفو نومونو او پلمو وهل دي. هغه که د حکومتی زمکو غصب کول دي او که د شخصی زمکو غصبول وي او که د دولتی زمکو غصبول وی، او ېا د دولتی شتمنیو غصبول وي. لنډه داچې په هېوا دکې زښت ډېر جنايی اعمال او اداری فساد روان دی. ترڅو چې په دغه هېوا دکې د سېاسي مشران ددې اراده ونکړي چی داداری فساد مخه ونیسي اوسوکه سوکه د اداری فساد د شتون خلاف اقدامات ونشي، او مخه ېې ونه نېول شي، نو د مخدره مواد د تجارت ستونزه به دېو ې نه حل کېدونکې ستونزې په توگه پاتې وي.

افغان کروند گر خام اپېن راټولوي. دمی مېاشت 2013 م کال
افغان کروند گر خام اپېن راټولوي. دمی مېاشت 2013 م کال

ډاکټره وانده فیلباب زېاتوي چې د مخدره موادو دتجارت پېسې په خپله له ځان سره اداری فساد منځته راولي، ځکه چې زښتې ډېرې پېسې په سېستم کې ور داخلوي. په دې برخه کې صبر، زغم او عزم او اراده پکارده. خو تراوسه پورې د افغانستان حکومت ددغه راز فساد د ورکولو لپاره عزم او اراده نده څرگنده کړې.


د عزم او ارادی څرگندولو معنی دانده چې د کوکنارو فصل تخریب کړی شی، زه ښايی داهم ووایم چې ېوازې د کوکنارو د فصل د تخریبولو معنی نلری. دکوکنارو د فصل تخریبول ډېره اسانه پالېسې ده او ددې پالېسۍ د ځپلو ستر هدف د ټولنی غریبه طبقه وي.

هغه غرېب خلک چې ژوند ېې د کوکنارو په کرلو باندې متکي وي. دا هغه خلک دي چې په نورو امتېازاتو کې باالکل حاشېوي برخه لري. په کافي اندازه پېسی نلری چی چارواکېو ته رشوت ورکړی چې ددوی فصل تخریب نکړي او د بل چا فصل تخریب کړي. په دې توگه داکار په سېاسی لحاظ غېرمشروع او ډېر گران کاردی چی ادامه ومومي.

ډاکټر وانډه فیلباب دامریکا د بروکنگز په انستېتیوت کې د بهرنې پالېسې، نړۍ والو او کورنېو شخړو په برخه کې ماهره ده. هغی په همدی تړاو زېاته کړله ېقینا دا ټولی شبکی له ېوبل سره ډېر نېژدې تړاو لری او په خپل وار سره د افغانستان په حکومت کې له سېاست او قدرت سره هم تړاولري.

د سېاسی عزم بله معنی داهم ده چې د هغو حکومتی پېسو د غبن او خوردو برد مخه ونیول شی چې د جرایمو لپاره کارول کېږی.

ډاکټروانده فېلباب زېاتوی چی ددې په نظر د عزم اوارادې معنی داده چې د جنايي شبکو په ځپلو پېل وشي، ځکه چې په ټول افغانستان کې شتون لري، پکارده په منظم ډول دهغوی د کاروبار مخه ونېول شي او په منظم ډول پرې ساحه تنگه کړی شي.

په افغانستان کې د کوکنارو دکرلو جدول له 1992 کال نه تر 2013 پورې هرکال زېاتېږي
په افغانستان کې د کوکنارو دکرلو جدول له 1992 کال نه تر 2013 پورې هرکال زېاتېږي


ډاکټر ه فېلباب براون تاسې ددې ستونزې د حل لپاره کوم وړاندیز لرئ، چې د زښت ډېر فقر اوامنېت ستونزه څنگه اواره شي. خلکو ته د متبادل معشېت لاره برابره شی او که د کوکنارو کرلو ته قانوني بڼه ورکړل شی لکه څنگه چې په ېو شمېرهېوادونو لکه هند ، اوترکیه کې قانوني بڼه لری ا و حکومت ېې څارنه کوي؟.

" زه فکر کوم ددې لپاره چې هره پالیسي دوام پېداکړي، او موثرېت ولري، نو دېته ضرورت دی چې د نفوس ېوه غټه برخه ېې طرفداری وکړي. په افغانستان کې په اسانۍ سره سړی ویلی شی چی لږ تر لږ شل فیصده خلک د کوکنارو په کرلو متکی دي. په دې کې ېوازې د کوکنارو کروند گر شامل ندي بلکه د ترېاکو اقتصاد په ځايي سېموکې زښت ډېر امکانات برابروي. د کوکنارو د کرلو قانونی کول هم د حکومت زېاته څارنه غواړی چې هغه په اوسنېو شرایطو کې گرانه ده. دمتبادل معشېت خبره ېو ا وږد بحث دی او دهرملک له حالاتو سره تغېېر کوي.په تاېلند کې ېې دېر ش کاله وخت ونېو چې متبادل معشېت کارورکړی او دکوکناور کرل بند شی.

ډاکټرې وانده فیلباب دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په دې کې ېو دلیل چې په افغانستان کې ولی دېو ې معقولې پالېسۍ دعملي کولو لپاره ستونزې موجودې دي، دادی چې موږ په تارېخ کې داسې هېوا د ندی لیدلی ېا مو داسې حالت ندی لیدلی چې په بنیادي لحاظ دې د ېو هېواد پنځوس فیصده ملی عاید په خارجی مرستو متکی وی او پنځو س فیصده نورېې د ترېاکو په تجارت متکي وي. البته په دې کې به د اعدادو اوارقامو په شمېر کې څه کمی او زېاتی موجود وي، خو نوره خبره همدا سې ده.
XS
SM
MD
LG