د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار او کندز کې ډرون داعشیان او طالبان وژلي دي


په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د بې پیلوته طیارو بریدونه زیات شوي دي.
په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د بې پیلوته طیارو بریدونه زیات شوي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې تېره شپه بې پیلوټه طیارې د اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش مرکزونه په نښه کړي چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې ۲۳ جنګیالي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې بریدونه په مامند، عبد الخېلو او مزده کي سیمو تر سره شوي دي

هغه وایي په وژل شویو داعشیانو کې بهرنیان او ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سیمه ییز قوماندانان هم شته دی.

خوږیاڼي زیاته کړې چې په بمبارۍ کې ددغې ‌‌‌‌‌‌‌ډلې ځینې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې بمبارۍ په اړه څه نه دي ويلي.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې تېره شپه د اچین په غرنیو سیمو کې څو واره بمبارۍ شوي دي، خو په دې اړه معلومات نه لري چې دغو بمباریو مرګ ژوبله پیښه کړې او که نه.

د اچین ولسوالې په دغه دریو درو او ګڼو نورو غرنیو سیمو کې لاهم د اعش ‌‌‌‌‌‌‌وسله والو خپل حضور ساتلی دی.

کندز کې د بې پیلوټه طیارو بریدونه

کندز کې امنیتي چارواکي وایي، تیر مازیګر د بې پیلوټه طیارې په برید کې اته طالبان وژل شوي چې ورسره په تیرو دریو میاشتو کې د دغوطیارو په بریدونو کې د وژل شوو طالبانو شمیر ۱۵۰ ته رسیدلی دی .

دغه برید پرون مازیګر تر ناوخته د دشت ارچي د تره کيو په سیمه کې شوی چې د وسله والو طالبانو یو تن مهم قوماندان قاري علي هم په کې وژل شوی دی.

دغه وسله وال طالبان هغه وخت د بې پیلوټه طیارې په برید کې ووژل شول چې د روان لمریز کال د حمل له میاشتې راپه دیخوا په کندز کې د مخالفینو پر وړاندې د بې پیلوټه طیارو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

دکندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي چې د بې پیلوټه طیارو په بریدونو کې تر ۱۵۰زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG