د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز هوایي برید کې اوه برمته شوي مسافر وژل شوي


طالبانو نږدې درې اونۍ وړاندې په دوه جلا پیښو کې د کابل - بدخشان په لویه لاره په لسګونو مسافر تښتولي وو
طالبانو نږدې درې اونۍ وړاندې په دوه جلا پیښو کې د کابل - بدخشان په لویه لاره په لسګونو مسافر تښتولي وو

د کندز ولایت د چاردرې په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکزپه هغه برید کې چې تیره ورځ ماښام د نړیوالو ځواکونو د الوتکو له خوا ترسره شوې دی له یو شمیر طالب وسله والو په ګډون اوه تنه هغه برمته شوي مسافرهم په کې وژل شوي دي چې تقریبا درې اونۍ وړاندې د شنې تپې په سیمه کې د طالبانو له خوا د کابل - کندز په لویه لاره له موټړو راکښته او برمته شوي وو.

د کندوز د عدلي طب رئیس ډاکټر داود ابراهیم خیل وايي چې دوي ته تر اوسه د شپږو هغو مسافروجسدونه راوړل شوي دي چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د علي اباد ولسوالۍ د شنې تپې په سیمه کې برمته کړي وو.

ابراهیم خیل وايي چې د دغو جسدونو له معاینې معلومیږي چې د چرو او چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي، هغه زیاته کړه چې د ټولو راوړل شویو جسدونو اعضا قطع وې او پر بدنونو یې د چرو ژور زخمونه لیدل کیږي.

د بدخشان اوسیدونکی محافظ چې د ماما ځوی یې په شنه تپه کې طالبانو کوز کړی و، امریکا غږ ته وویل، چې تیر ماښام په یو هوايي برید کې اوه تنه هغه مسافر وژل شوي دي چې له طالبانو سره بندیان وو.

هغه وايي چې د شپږو برمته شویو کسانو جسدونه راوړل شوي خو یو تن په چاودنه کې ورک دی او د بدن هیڅ غړي یې نه دی موندل شوی.

محافظ زیاتوي چې انصار دده د ماما ځوی و، هغه په هرات کې د ملي اردو عسکر و او له تیرو دریو اونیو راپه دیخوا د طالبانو سره په بند کې وو.

هغه وايي چې د طالبانو پر بنديخانه د بهرنیو ځواکونو په برید کې د اوه تنو مسافرو په ګډون یوهغه طالب وسله وال هم وژل شوی چې د بندیخانې ساتنه ورترغاړې وه.

په شنه تپه کې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره د بدخشان سپین ږیرو د چاردرې له یو شمیر سپین ږیرو سره هم خبرې کړې وې خو نیتجه یې نه وه ورکړې.

تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ د کوز سړک په سیمه کې د بې پیلوټه طیارې په یو برید کې د قوماندان جنت د طالبانو د زندان مسول وژل شوی دی.

طالبانو نږدې درې اونۍ وړاندې د کابل - کندز په لویه لاره کندز ولایت په مربوطاتو کې په دوه جلا بریدونو کې د دغې لویې لارې څخه په لسګونو مسافر تښتولي وو.

تراوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د بې پیلوټه طیارې په برید کې د اوو برمته شوو مسافرو د وژل کیدو په هکله تبصره نده کړې او طالبانو هم په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG