د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې د ډرون په برید کې څوارلس تنه وژل شوي


امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې تر لسو ډېر وسله والو طالبان وژل شوي، خو ځينې نورې سرچينې وايي، چې دغه کسان ملکي وګړي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې لومړی بريد تېره ورځ غرمه دوولس بجې او دويم بريد پرون ماښام د ګومل ولسوالۍ د مرڼې په سيمه کې پر دوو موټرو شوی دی.

هغه امريکاغږ ته وويل، چې دغه څوارلس وژل شوي کسان د حکومت وسله وال مخالفين دي. د هغه په وينا دغو کسانو د هوايي بريد پرمهال له ځان سره ځينې درنې او سپکې وسلې هم درلودې.

قوماندان زړور زاهد زياته کړه، چې په لومړني بريد کې نهه او په دويم کې بريد پنځه کسان وژل شوي دي.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي" په يادو دواړو بې پيلوټه بريدونو کې وژل شوي کسان د ګومل ولسوالۍ د مرڼې د سيمې ولسي خلک دي."

د هغه په وينا دغو کسانو له هيڅ سياسي ډلې سره تړاو نه درلود، خو زياته يې کړه، له دې امله چې د پکتيکا په لرې پرتو سيمو کې د ځان ساتنې په خاطر وسله ګرځول معمول دي " په دې کسانو کې هم يو شمیر هغو يې سپکه وسله درلوده."

په همدې حال کې د ګومل ولسوال ښايسته ګل امريکاغږ ته وويل، د ده د معلوماتو له مخې په نښه شوي کسان "د دوو قبيلو ترمنځ د يوې لانجې د حل په موخه له يوې سيمې څخه بلې ته پر لاره وو، چې هوايي بريدونه پرې شوي دي."

په عين وخت کې طالبانو هم له خبريالانو سره په خبرو کې رد کړې، چې ګڼي د ډرون په پرونۍ حمله کې په نشه شوي د دوی د ډلې کسان دي.

ډرون يا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په دې وروستيو کې د افغانستان په ختيځو او جنوب ختيځو سيمو کې مخ پر زياتېدو ښکاري.

که څه هم افغان امنيتي چارواکي دا بريدونه د وسله والو د ځپلو په برخه کې مهم بولي، خو په ګڼ شمېر مواردو کې د ملکي افغانانو د درنې مرګ ژوبلې لامل هم ګرځيدلي دي.

XS
SM
MD
LG