د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا ناختمه شوې جګړه

  • اکمل داوی

افغانستان او امریکا د ډرون د عملیاتو په اړه کوم ځانګړی تړون نلري

افغانستان او امریکا د ډرون د عملیاتو په اړه کوم ځانګړی تړون نلري

د امریکايي پوځیانو جګړه تیرکال پاې ته ورسیده خو د بې پيلوټو الوتکو جګړه لاهم توده روانه ده.

د امریکايي پوځیانو جګړه تیرکال پاې ته ورسیده خو د بې پيلوټو الوتکو جګړه لاهم توده روانه ده.

پر افغانستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لمرنی برید بریالی نه وو. د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷ شپه پریډیټور تیلفن ۳۰۳۴ د کندهار ښار په شمال ختیځ کې د ملامحمد عمر پر کور ولاړ وو او د انګړ ژوندی انځور یې د ویرجنیا ایالت د لنګلي په ښار او په عربستان کې د امریکا د هوايي عملیاتو عمومي قوماندانۍ کې ناستو پوځي او استخباراتي چارواکو ته وړاندې کاوه.‌ د طالبانو مشر په تېښته کې و او باید ژر تر ژره ویشتل شوې واې. تر اوږد ځنډ وروسته کله چې پریډیټور ته د اور امر ورکړل شو٬ له تیلفن نه توغول شوی میزایل د هغې کوټې پر ځاې چې ملاعمر پکښې و د کور دباندې وموښت او څو ساتونکي یې ووژل. د میزایل تر لګلیدو وروسته اړودوړ کې ملاعمر له سېمې وتښتید او تر ننه یې بیا چا څرک ندی لګولی.

پدغه پېښه کې ښکېلو چارواکو د سږکال د مې په میاشت کې اتلانتیک مجلې ته وویل٬ پدې نه پوهیږي چې څنګه او ولې ملاعمر ژوندی ووت.

اوس تیلفن ۳۰۳۴ د واشنګټن ډي سي ښار د سمتسونېن په فضايي موزیم کې نندارې ته ايښودل شوی دی خو د افغانستان په آسمان کې يې ځاې نورو بې پیلوټه الوتکو نيولی دی.

بې پیلوټه الوتکه تیلفن ۳۰۳۴ چې پر افغانستان یې لمړنۍ بمباري وکړه

بې پیلوټه الوتکه تیلفن ۳۰۳۴ چې پر افغانستان یې لمړنۍ بمباري وکړه

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان ختيځو ولایتونو کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بمباریو زور اخیستی دی. د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست په حواله پدغو بمباریو کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دوو مشرانو – حافظ محمد سعید او شاهدالله شاهد – په ګډون په لسګونه وسله وال جنګیالي وژل شوي دي. د داعش سرچینو که څه هم حافظ سعید وژنه رد کړې خو د شاهد هغه یې تایید کړې ده.

په همدې موده کې په خوست ولایت کې هم د ډرون د بریدونو خبر ورکړل شوې دی.

د ډرون بمباریو پداسې حال کې زور اخیستی چې امریکايي چارواکو په وارو ویلي چې په افغانستان کې د دوې جګړه چې ورته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ویل کیږي، د ۲۰۱۴ کال د ډسامبر پر ۳۱ پاې ته ورسیده.

لسګونه زره امریکایي پوځيان په تیرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه وتلي او د شاوخوا ۱۰ زرو پاتو پوځيانو اصلي ماموریت چې د "غوڅ ملاتړ" نوم لري د افغان پوځیانو ملاتړ، سمبالښت او روزنه ده.

د داعش٬ حقاني او طالبانو توپیر

امریکايي پوځيان په افغانستان کې یو بل ماموریت هم لري چې د "آزادۍ ساتونکی" نوم لري. د دې جلا ماموريت موخه د ترهګرو مخنیوی دی. د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر نه د ۲۰۱۴ کال تر ډسامبر پورې په افغانستان کې امریکايي پوځيانو له طالب یاغیانو او د القاعدې پورې تړلو ترهګرو ډلو سره جګړه کوله.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت په هلمند ولایت کې د داعش د پخواني مشر عبدالرووف خادم د وژولو پرته، د امریکايي ډرونونو بمبارۍ یواځې د افغانستان پر هغو سیمو کیږي چې داعش او حقاني ډلې پکښې فعالي دي.د پراخو نیوکو سره سره، واشنګټن د افغان طالبانو ډله ترهګره نه بولي خو د حقاني ډله چې د افغان طالبانو يوه برخه ګڼل کيږي او د اسلامي دولت ډله بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو د نوملړ په سر کې ځاې لري.

د پخواني هېوادمشر حامد کرزي پخوانی ویاند ایمل فیضي وايي چې د امریکا او افغان طالبانو تر منځ جګړه پاې ته رسیدلې ده او دغه خبره د افغانستان او امریکا په دواړخیز امنیتي او دفاعي تړون کې هم څرګنده ده.

امریکايي چارواکو په څرګندو ټکو دا ندي ویلي چې نور له افغان طالبانو سره جګړه نلري خو دوه کاله وړاندې د هېوادمشر باراک اوباما مرستیال٬ جو بایدن٬ نیوزویک مجلې ته وویل چې طالبان د امریکا دښمنان ندي. باید ویلي وه که چېرې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت چې له موږ سره د ترهګرو په ځپلو کې همکاري‌کوي نسکوره کړي، دا به د امریکا لپاره ستونزه رامنځته کړي.

ډیر بمبارد شوی هېواد

امریکايي پوځي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د جګړه ایز ماموریت له ختمیدو سره د هوايي بمباريو شمېر هم لږ شوی دی.

د روان میلادي کال په لمړېو شپږو میاشتو کې امریکايي پوځيانو په افغانستان کې د ډرون ۱۰۳ بمبارۍ ترسره کړې. تېر کال همدغې مودې کې ۱۶۰ وارې بمبارۍ شوې وې. دا نده څرګنده چې په دې ۱۰۳ بریدونه کې څومره کسان ووژل شول.

خو دا د ډرون د بمباريو ټولې شمیرې ندي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي آې اې) هم په افغانستان کې له ډرون څخ د جګړه ایزو او استخباراتي موخو لپاره کار اخلي خو د سي آې اې یوه ویاند پدې تړاو د هر ډول معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه. د راپورونو له مخې سي آې اې افغانستان ته څیرمه د پاکستان پر قبایلي سیمو هم کله نا کله د ډرون بمبارۍ کوي.

د اوږدې جګړې ژورنال په نامه د ېوې امریکايي‌ انترنټي رسنۍ مسوول مدیر٬ بل روګیرو٬ پدې اند دی چې سي آې اې ښايي د ترهګرو ډلو د مشرانو د وژلو په موخه د ډرون بریدونو ته زور ورکړې وي. هغه وویل د امریکايي پوځيانو د ډرون په بریدونو کې لدې کبله کمښت راغلی چې د پوځيان شمېر ډیر لږ شوې خو سي آې اې بیا په افغانستان کې د ډرون د بریدونو د ترسره کولو لپاره ډیر امکانات لري.

ایمل فیضي د ډرون پر بریدونه دوې اساسي نیوکې لري: لمړی دا چې د بهرنیو ځواکونو له لورې دغه ډول بریدونه د افغانستان ملي حاکمیت ماتوي٬ او دوهم دا چې پدې بریدونو کې ګڼ‌ شمېر افغانان وژل کیږي.

د ډرون بریدونه او تلفات د ۲۰۱۵ کال د جنوري نه د جون تر پایه (سرچینه: د څیړنیزې خبریالۍ سازمان)

د ډرون بریدونه او تلفات د ۲۰۱۵ کال د جنوري نه د جون تر پایه (سرچینه: د څیړنیزې خبریالۍ سازمان)

خو د امریکا د هوايي ځواک یوې ویاندې سوسن هارینګتون امریکا غږ ته وویل چې د ډرون ټول بریدونه له افغان حکومت سره په پوره همغږۍ او د دوه اړخیز امنیتي تړون په رڼا کې ترسره کیږي.

​بل لور ته لندن میشته د څیړنیزې خبریالۍ سازمان چې په څلورو هېوادونو کې د امریکايي ډرون د بمباريو شمیرې خپروي داسې شمیرې وړاندې کوي چې د پاکستان٬ یمن او سومالیا په پرتله پر افغانستان د ډرون ډیرې بمبارې ترسره شوي دي. د دغې ادارې سلاکار پاینده څرګند بیا وویل "شمیرې میاشت په میاشت بدلون مومي او ثابتې نه وي. یوه مياشت له یوه هېواد نه د ډیرو بمباريو راپور ورکول کیږي او بله میاشت له بل هیواد نه".

ملکي مرګ ژوبله

د روان کال د جون پر ۵ د خوست ولایت د تېرېزيو په ولسوالۍ کې ۱۴ نارینه سره راټول شوي وه چې د یوه مړې لپاره قبر وکیندي چې پرې د ډرون مرګونې بمباري وشوه. یوه ورځ وروسته د سیمې خلک بیا سره راټول شول او دا ځلي یې ۱۵ قبرونه وکیندل.

د سیمې اوسېدونکی علم خان کوچي امریکا غږ ته وویل چې د دغه هوایي برید په وژل شوو کې د ده دوه زامن، دوه وریرونه او یو ورور و. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول وژل شوي کسان ملکي خلک وه او له وسله والو ترهګرو سره یې اړیکې نه لرلې.

خو په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواک ویاندې٬ سوسن هارینګتون٬ بیا وویل چې په وژل شوو کې یو ملکي وګړی هم نه وو. دې وویل «امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د جون پر ۵ د خوست ولایت پر تیریزیو ولسوالۍ د هغو کسانو پر ضد هوايي برید وکړ چې زموږ ځواکونه یې ګواښول. ټولې هغې ادعاې چې ګواکي پدې برید کې ملکي خلک ووژل شول، بې بنسټه دي».

د افغانستان حکومت د تیریزیو د برید په هکله چوپتیا غوره ګڼلې ده. د ولسمشر غني مطبوعاتي دفتر چارواکي حاضر نشول چې د ډرون د بریدونو په اړه له امریکا غږ سره خبرې وکړي.

علم خان کوچي‌ وویل٬ ټاکل شوې وه چې یو پلاوی د برید له سيمې لیدنه وکړې او حقایق راټول کړي خو د امنیتي اندېښنو له کبله تر اوسه پلاوی سیمې ته ندی تللی.

که څه هم امریکايي چارواکي د تیریزیو په برید کې د ملکي خلکو وژنه په غوڅه ردوي خو آن د ډرون په خاصو بریدونو کې هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اپریل په میاشت کې هېوادمشر باراک اوباما د هغه یوه امریکايي او یوه ایټالیوي له کورنیو بخښنه وغوښته چې د پاکستان په قبایلي سېمو کې د امریکايي ډرون په برید کې ووژل شول.

پر دغه عکس کلیک وکړﺉ او په افغانستان کې د ترسره شوو بمباريو او ملکي تلفاتو شمیرې وګورﺉ

پر دغه عکس کلیک وکړﺉ او په افغانستان کې د ترسره شوو بمباريو او ملکي تلفاتو شمیرې وګورﺉ

د هغو شمېرو له مخې چې لندن-میشتي د څیړنیزې خبریالۍ سازمان راټولې کړي٬ تېرې یوې لسیزې کې په افغانستان٬ پاکستان٬ یمن او سومالیا کې شاوخوا درې-څلور زره کسان د ډرون په بمباریو کې ووژل شول. دغه سازمان وايي په وژل شوو کې په سلګونه ملکي‌خلک وه.‌

امریکا چاواکي‌ ټینګار کوي‌چې ملکي خلک هیڅکله د ډرون هدف نه وي‌ خو ډیر لږ ځلي‌ ښايي په تیروتنه په کوم برید کې خلکو ته زیان ورسیږي. څوارلس کاله دمخه امریکايي ډرون تلیفن ۳۰۳۴ د ملاعمر په ویشتلو کې خطا وکړه او د ځینو په ګومان هماغې یوې تیروتنې ګڼې نورې تیروتنې وزیږولې او د ډرون په جګړه کې په راتلونکي کې د نورو تیروتنو د نه رامنځته کیدو هیڅ ضمانت هم نشته.​

XS
SM
MD
LG