د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر ایجنسۍ کې پیلوټه الوتکې ۲۴ کسان وژلي


په خیبر ایجنسۍ کې پیلوټه الوتکې ۲۴ کسان وژلي
په خیبر ایجنسۍ کې پیلوټه الوتکې ۲۴ کسان وژلي

د خېبر پښتونخوا په خېبر اېجنسئ کې دېوې بی پېلوټه امرېکاېې الوتکې په حملو کې کم ترکمه ٢۴ کسان وژل شوي دي. په دغه قباېلي سېمه باندې پخوا د بې پېلوټه الوتکو حملې نه وې شوي.

پاکستاني چارواکي واېې چې دامرېکا بی پېلوټه الوتکې نن دجمعې په ورځ دتېرا په دره حمله وکړه او څو توغندۍ ېې وار کړې.

وېل کېږي چې په دغه سېمه کې د اسلامي لښکر په نوم د ېوې جنگېالئ ډلې کسان پراته دي ، چی دپاکستاني طالبانو سره ملگرتېا کوي.

دفرانسې خبري اژانس AFP دپاکستاني چارواکو له قوله واېې چې ددغې ډلې ېو مرکز د امرېکا دبی پېلوټه الوتکې په حمله کی لگېدلی دی

له بلي خوا پرون پاکستاني چارواکو راپور ورکړ چې دخېبر په اېجنسئ کې دېوې بې پېلوټه الوتکې په برېد کې دشک لاندې ٧ تنه تندروان وژل شوی دي.

دامرېکا د بی پېلوټه الوتکو زېاتره حملې په شمالي وزېرستان کې دطالبانو او القاعدی دمشرانو د پټېدلو پرځاېونو باندې کېږي . پاکستان په رسمي ډول ددغو هواېې حملو پر خلاف ډېر احتجاجونه کوي خو امرېکاېې چارواکي ادعا کوي چی دتندروانو پرخلاف جنگ کې ېې بی پېلوټه الوتکې ېوه مهمه وسله ده .

دافغانستان او پاکستان په اړه دامرېکا دحکومت دپوځي ستراتېژئ په تازه ارزېابئ دا خبره شوی ده چی په قباېلی سېمو کی دتندروانو دپټو ځاېونو دتباه کولو لپاره امرېکا د پاکستان زېاتې همکارئ ته ضرورت لري.

له بلي خوا پاکستاني چارواکی واېې چی طالبانو نن په هنگو کې پر دوو کورونو باندې دهوانونو ډزې وکړې او ٩ کسان ېې ووژل

په دغه سېمه کی معمولا دشېعه گانو او اهل سنت دطرفدارانو په منځ کې نښتی کېږي.

XS
SM
MD
LG