د لاس رسي وړ اتصالات

پل سوخته له روږدو کسانو څخه پاک شو


د پُل سوخته په سیمه کې د کابل په سیند کې د پله لاندې سلګونه پر نشو روږدي کسان او د نشه‌يي توکو یو شمیر پلورونکي دیره وو.
د پُل سوخته په سیمه کې د کابل په سیند کې د پله لاندې سلګونه پر نشو روږدي کسان او د نشه‌يي توکو یو شمیر پلورونکي دیره وو.

په همدې حال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو د پُل سوخته له سیمې څخه پر نشه‌يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان د کابل ښار د جنګلک روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره ولیږدول.

چارواکي وايي، د دې لپاره چې پر نشو روږدي کسان بیا په پُل سوخته کې دیره نشي، په پام کې لري، چې د پولیسو یوه ځانګړې پوسته په دې سیمه کې جوړه کړي.

د پُل سوخته په سیمه کې د کابل په سیند کې د پله لاندې سلګونه پر نشو روږدي کسان او د نشه‌يي توکو یو شمیر پلورونکي دیره وو.

د کابل د پل سوخته سیمه
د کابل د پل سوخته سیمه

دا سیمه چې په کابل کې د نشه‌يي توکو د پلورلو او استعال پر یو لوی مرکز بدله شوې وه، د دو شنبې په ورځ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له‌خوا د نشه‌يانو له موجودیت څخه پاکه شوه.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، نه یواځې په پُل سوخته بلکې د کابل ښار په ټولو هغو سیمو کې چې د استوګنې کورونه او د خلکو د کاروبار ځایونه دي، پر نشو روږدي کسان ورڅخه شړي.

هغه وویل "دلته یوه دایمي پوسته جوړوو او تل له دې سیمې نظارت کوو، ما داسې احساسول چې دوی به یواځې تر پله لاندې وي، او پلان مې درلود چې په دې سیمه کې د سیند په غاړه لوی جال ولګوو چې نشه‌ييان له دې وروسته د پُل تر لاندې راټول نشي، خو لیدل کیږي چې که د پُل له لاندې یې لرې کړې نو بل ځای کې سره راټولیږي، موږ هڅه کوو چې پوستې په جوړولو او له سیمې څخه په ټولیز نظارت سره، په دې سیمه کې چې خلک ورکې ژوند کوي نشه‌ییان ورکې نه پریږدو، که څوک تبلیغات هم کوي او یا خفه کیږي موږ یې نه پریږدو، هغه ځای ته دې لاړ شي چې خلکو ته یې لږ زیان رسیږي."

ښاغلي احمدي وویل، په تیرو دریو میاشتو کې یې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د نشه‌يي توکو نږدې ۹۰۰ کاروباریان نیولي او لس ټُنه بیلابیل ډوله نشه‌يي توکو یې ترې کشف او ضبط کړي دي.

دغه راز، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو نن د کابل له ښار څخه د نشه‌ییانو د ټولولو یو کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د پُل سوخته له سیمې څخه ۲۰۰ تنه پر نشو روږدي کسان د جنګلک روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره ولیږدول.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي پر نشو د روږدو کسانو د راټولولو پر مهال وویل، دا کمپاین چې د ټول کابل په کچه پیل شوی دوام کوي او هغه نشه‌یان چې کورونه نه لري او د کابل په سیند کې تر پلونو لاندې ژوند کوي، روغتونونو ته لیږدوي.

میرمن عظیمي په افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او و یې ویل "په ټوله کې موږ زیات اندېښمن یو چې د افغانستان په کچه د آی این ایل د ادارې د ارقامو پر بنسټ چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو له‌خوا تائید شوي شاوخوا له درې میلیون څخه زیات پر نشه‌يي توکو روږدي کسان په افغانستان کې شته چې له یو میلون څخه زیات یې عاجلې درملنې ته اړتیا لري او زموږ دا کمپاین د پخواني کمپاین په دوام دی چې موږ ورته دوام ورکوو."

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د روږدو کسانو د درملنې لپاره اوسنۍ ټاکل شوې بودیجه بسنه نه کوي او په دې برخه کې د بودیجې د زیاتیدو غوښتنه کوي.

د دې وزارت مرستیاله ناجیه طارق وايي، د روږدو کسانو د درملنې لپاره په کال کې لږ تر لږه ۱۰ میلون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

هغې وویل " لږ تر لږه موږ په کال کې لس میلون ډالرو ته اړتیا لرو، خو موږ ته اوس درې میلون ډالر ځانګړي شوي دي، او موږ د داسې یو شلټر درلودلو ته هم اړتیا لرو چې د زیاتو نشه‌يیانو د ساتنې او درملنې ظرفیت ولري."

میرمن طارق ټینګار وکړ چې یواځې د نشه‌ییانو ټولول او درملنه ستونزه نه لرې کوي بلکې په ټوله کې د نشه‌يي توکو د کر، تولید، قاچاق او پلورلو په وړاندې په ملي کچه مبارزه او دغه راز، نشه‌ییانو ته له درملنې وروسته د کار د زمینې برابرول هغه څه دي چې دا ستونزه پرې لرې کیدای شي.

د چارواکو پر وینا، په افغانستان کې بېوزلي، بې‌کاري، نشه‌‌يي توکو ته آسانه لاسرسی او ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران ته مهاجرتونه هغه لاملونه دي چې له مخې یې اکثره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته شوي دي.

د وروستیو وړاندې شوویو شمیرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې له درې میلونو زیات افغانان پر نشه‌يي توکو روږدي دي، چې ډيره برخه یې ځوانان جوړوي.

افغان حکومت وايي، دوی هر کال د شاوخوا دیرش زره روږدو کسانو د درملنې ظرفیت لري خو په دغه هیواد کې د بیکاري، نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی او کورني تاوتریخوالي له امله ۹۰سلنه روږدي له له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG