د لاس رسي وړ اتصالات

سروی: درې میلیونه افغانان له نشي توکو سره سرو کار لري


د عامې روغتیا وزیر وایي د روږدو کسانو په دغه شمیره کې یو میلون ماشومان او ۷ سلنه میرمنې هم شاملې دي.
د عامې روغتیا وزیر وایي د روږدو کسانو په دغه شمیره کې یو میلون ماشومان او ۷ سلنه میرمنې هم شاملې دي.

د افغانستان او امریکا یوه ګډه سروې، چې په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوې ښيي، درې میلیونه افغانان پر نشو روږدي دي، چې ورکې یو میلیون ماشومان ۷ سلنه میرمنې شاملې دي.دا سروې چې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې ترسره شوې ښيي، چې پر نشه ‌يي توکو د روږدو کسانو ۱۳ سلنه په کلیو کې او ۵ سلنه یې په ښارونو کې دي.

دغه راز په دې سروې کې راغلي، چې د افغانستان په کچه ۱۱ سلنه خلک پر اپینو، مورفینو او هیرئینو روږدي دي.

د دغې سروې جزئیات د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د عامې روغتیا او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له‌خوا خبریالانو ته وړاندې شول.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل "اوسنۍ سروې د افغانستان د کلیو او ښارونو په اوسیدونکو کې د مخدره موادو د کارولو په شمیر کې بې ساری زیاتوالی ښيي، په ۲۰۰۵ کال کې د روږدو شمیر ۹۰۰زرو ته رسید، دا شمیره په ۲۰۰۹ کې یو میلیون ته لوړه شوه او په ۲۰۱۲ کې ۱.۶ میلون ته لوړ شو او په خواشینې سره په ۲۰۱۴ کال کې دا شمیره ۳ میلونو ته لوړ شوې چې خورا د اندیښنې وړ ده".

د کابل د سیند په غاړه په مخدره توکو روږدي کسان
د کابل د سیند په غاړه په مخدره توکو روږدي کسان

ښاغلی فیروز وايي پر نشو د روږدو کسانو زیاته برخه ځوانان دي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ناامني، بې کاري او نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی هغه لاملونه دي، چې د روږدو کسانو په شمیر کې یې زیاتوالی راوستی دی.

د عامې روغتیا وزیر وویل، پر نشو د روږدو کسانو په دغه شمیره کې یو میلون ماشومان او ۷ سلنه میرمنې هم شاملې دي.

دغه راز، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تنفیذ د برخې مرستیال ویلیم براون‌فیلډ د سروې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې لس کلنه مبارزه ناکامه وبلله او په دې برخه کې یې د نړیوالو پر جدي همکاریو او مبارزې ټینګار وکړ.

ښاغلي براون‌فیلډ د نشه‌يي توکو ستونزه نړیواله وبلله او و یې ویل " دا سروې وړاندیز کوي چې د نشه‌يي توکو استعمال یوه افغاني ستونزه ده، یوه امریکايي ستونزه ده او د ټولو هغو ټولو ۱۹۵ هیوادونو لپاره ستونزه ده، چې په ملګري ملتونو کې استازي لري، دا یوه بهرنۍ ستونزه نه ده، دا یوه ملي ستونزه ده او دا نه یواځې د پولیس ستونزه ده بلکې دا د پوهنې، ټولنې، روغتیا او اقتصادي برخو کې ستونزه ده له دې پدیدې سره مبارزه یو ګډ مسؤلیت دی او اړتیا ده چې په ګډه ورته د حل لارې وموندل شي".

ښاغلي براون‌ فیلډ له افغان حکومت سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د امریکا د مرستو ډاډ ورکړ او د سیمې او نړۍ له هیوادونو یې هم وغوښتل چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

اوسمهال په افغانستان کې پر ۲۲۵ هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل کیږي، چې ورڅخه د نړۍ په کچه ۹۰ سلنه اپین ترلاسه کیږي.

په افغانستان کې نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی د دې لامل شوی، چې اکثره نشه‌یان یا پر اپینو روږدي شي او یا له اپینو نور جوړ شوي نشه‌یی توکي کاروي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو پر وینا، دغه وزارت د افغانستان په کچه د روږدو د درملنې لپاره له سلو زیات روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي چې په هر کال کې له ۲۵زرو نه تر ۳۵ زرو روږدو د درملنې ظرفیت لري.

دا چارواکي وايي په افغانستان کې بې کاري، ناامني او نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی د دې لامل کيږي چې اکثره نشه‌یان له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG