د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نشه يي توکو د یو لوی قاچاق کوونکي نیول وستایل


دا درېیم ځل دی چې د نشه يي توکو دغه لوی او مشهوره قاچاق کوونکی نیول کیږي.
دا درېیم ځل دی چې د نشه يي توکو دغه لوی او مشهوره قاچاق کوونکی نیول کیږي.

د امریکا لويي څارنوالې لوریتا لاینچ په مکسیکو کې د نشه يي توکو د لوی قاچاق کوونکي ال چاپو ګزمین نیول د مکسیکو او متحدو ایالتونو لپاره لوی خبر او زیری وباله.

لويې څارنوالې په دې اړه څه ونه ویل چې ایا دغه کس به امریکا ته وسپارل شي که نه، خو د مکسیکو چارواکو ویلي چې له هغه سره به د مکسیکو د قانون له مخې چلن کیږي.

دغه قاچاق کوونکی یو وارې مخکې هم په امریکا کې نیول شوی، امریکايي چارواکو مکسیکو ته وسپاره او بیا هغه هلته له زندان څخه وتښتېد.

په همدې حال کې د امریکا قانون پلي کوونکو ځواکونو ویلي چې د ګزمین په نیول کېدو ډېر خوشحاله شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جي جانسن وویل چې د مګزین نیول کېدل د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د مکسیکو د حکومت کلکه ژمنه په ډاګه کوي.

دا درېیم ځل دی چې ګزمین نیول کیږي، درې میاشتې مخکې هغه د زندان نه د ځمکي لاندې د یو تونل له لارې تښتیدلی و.

د جمعې په ماښام پوځ هغه په یو هیلوکوپټرکې نامعلومه ځای ته یوړ، تېر سهار د مکسیکو سمندري ځواکونو د سنالوا په ایالت کې هغه او د هغه ځیني ملګري د یوې نښتې پر مهال ونیول.

د مکسیکو یو لوړ پوړي چارواکي مکویل اوسوریو وویل "دا زمونږ د هېواد او د ادارو کامیابي ده. دا د ټولو کامیابي ده. دا د حکومت یو قوي ځواب دی."

ګزمین وړاندې هم دوه وارې په مکسیکو کې له زندان نه تښتیدلی دی هغه ١۴ کاله مخکې بندي شوی هم و.

هغه په مکسیکو او امریکا کې یو لوی قاچاق کوونکي او د یو شمېر انسانانو په وژلو او نورو پېښو تورن بلل کیږي.

هغه د متحدو ایالتونو او مکسیکو لپاره یو مطلوب کس شمېرل کېده.

XS
SM
MD
LG