د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ۷۰۰ ماشومان د کورنیو د مخالفت له امله نه واکسین کیږي


د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، په دې کورنیو کې اتیا سلنه د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې کډوال شامل دي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، په دې کورنیو کې اتیا سلنه د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې کډوال شامل دي.

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر محمد اسحاق امریکا غږ ته ویلي چې ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې تر یونیم سل کورنۍ خپلو ماشومانو ته له واکسین کولو انکار کوي.

نوموړی وايي په انکاري کورنیو کې اتیا سلنه یې د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې هغه کډوال دي چې څو کاله وړاندې کونړ ته راکډه شوي او په بېلابېلو ولسوالیو کې میشت دي.

هغه وايي"انکاریان ماشومان مخکې نهه سوه یا زر کسان وو، خو اوس اوه سوه ته راښکته شوي دي، چې اتیا سلنه یې د سوات د سیمې مهاجرې کورنۍ دي، هغوی مطلق خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي، ټولې به تر یونیم سل کورنۍ جوړېږي".

ډاکټر اسحاق زیاتوي چې په دغه برخه کې یې ډېرې هڅې کړي، خو د سوات سیمې اکثره دغه کورنۍ د دولت له ولکې په وتلو ساحو کې ژوند کوي او په زور پرې واکسین نه شي تطبقولی، ځکه خو دا مسله د اندېښنې وړ ګڼي.

نوموړی زیاتوي " دا د اندېښنې وړ مسله ده، که چرته یو ماشوم پرې اخته شي نو دا نورو ساحو او ماشومانو ته خورېږي، چې لویه فاجعه رامنځ ته کوي".

په کونړ کې ځايي خلک د واکسین په انکاري کورنیو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته دې د ګوزڼ ضد واکسین ور ورسوي.

نعمت الله د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې ژوند کوي، هغه وايي " مونږ په ټولو کورنیو غږ کوو چې خپلو ماشومانو ته واکسینو ورسوي، دا یوه لویه مسله ده او که چرته یو ماشوم پرې اخته شي نو ډېر نور هم پرې اخته کېدای شي، کورنۍ دې د خپلو ماشومانو راتلونکی نه بربادوي".

تېر میلادي کال د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د پولیو څلور پېښې ثبت شوې وې او په داسې سیمو کې وې چې ماشومانو یې له کلونو راهیسې نه وو واکسین شوي.

XS
SM
MD
LG