د لاس رسي وړ اتصالات

مرگ ته په انتظار د ځانمرگو بریدگرو ورځنی ژوند


د سوریې په دمشق کې د ځانمرگي برید نه وروسته د ایمان جومات انځور، مارچ،٢٠١٣
د سوریې په دمشق کې د ځانمرگي برید نه وروسته د ایمان جومات انځور، مارچ،٢٠١٣

کله مو فکر کړئ چې اسلامپاله یاغیان د ځانمرگي برید تر کولو وړاندې، د مرگ د انتظار په وخت څه کوي؟

څنگه انسان به یي چې خپل عزیزان او کورنۍ پریږدي او ځانمرگي برید ته ملاتړي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د پاول ریفسدال د دکمه په نوم یو نوی مستند فلم د ځوابولو هڅه کړې ده. په دې مستند فلم کې په جنگ ځپلي سوریه کې د دوو ځانمرگو بریدگرو سره خبرې شوي چې د جهاد انگیزه او میکانیزم بیانوي.

ریفسدال د رویترز سره په مرکه کې د خپل فلم په هکله وویل؛

"زه هیله لرم چې خلک اول په دې پوه شي چې دښمنان یې هم انسانان دي، هغوی کامله انسانان ندي، خپگان لري، غلطۍ کوی، کله ناکله پیښمانه کیږي، خپلې ستونزې او مشکلات لري. کیدای شي دا فلم به خلکو ته الهام ورکړي چې ورته کار هغه بل لورې ته هم وکړي، یا هم کولای شي چې څوک هاغه بلې خواته واوړي او داسې مستند فلم جوړ کړئ."

د دکمه یا تڼۍ مستند فلم د ٢٠١۴ کال په اخرو ورځو او په تیر کال کې فلمبرداري شوی او پکې د هغه وخت القاعده سره تړلې اسلامپالې، النصره د ډلې یاغیان په بیلابیلو ځایونو، رستورانت، لوښو د مینځلو او د ډزو پر مهال په خبرو ښکاروي. النصره تیره اونۍ د القاعده نه بیله شوه او ځان یې د شام د فتح جبهې ونوموله.

ریفسدال وایي القاعده ورنه خوشاله ده، ځکه چې"ما په دې فلم کې هیڅ لاس نه دی وهلی. او نه هم ترجمه پرې اچوم. زه هڅه نه کوم چې خلکو ته ووایم څنگه پرې فکر وکړي. زه یوازې غواړم د القاعده د تندلارو د هرې ورځې وضعیت وښیم."

خبریال ریفسدال ٥٢ کلن دی او د جگړې په سیمو کې یې د څه دپاسه ٣٠ کلونو راهیسې کار کړی. د هغه وروستی فلم د طالبانو په هکله په افغانستان کې وو.

په فلم کې یو ځوان ښودل شوی چې د خپل هیواد سعودي عربستان نه دې ډلې سره یوځای کیږي او د خپل ماشومې لور لویدل د ویدیو له لارې گوري.

"هغه ډیر ټوکي دی، او ماته ډیره گرانه ده چې پوه شم ولې یې خپل نوم دغه لست کې ورکړی، ځکه چې هغه ډیر اجتماعی، د ژوند نه ډک انسان دی خو بیا هم د څلورو تُنو چاودیدونکي موادو څخه ډکه لارۍ چلوي او د یوې تنۍ په ټینگولو هرڅه ختموي."

په دې مستند فلم کې د ریفسدال یو لویه اشتباه دا ده چې د دغو ځانمرگو بریدگرو د سیاسي نظریې په هکله یې پوښتنه نده کړې. که هر څومره بې طرفه انسان اوسیږي کله چې د سورې وضعیت تعقیبوئ مشکله ده چې پوه شي څوک د چا لپاره جگړه کوي. خو په دې فلم کې د ریفسدال لویه بریا دا ده چې ځانمرگي بریدگرو ته یې انساني رنگ ورکړی.

XS
SM
MD
LG