د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم : د واک د ویش لانجه پای ته ورسوئ


دوستم ویلي دي چې په ټول هیواد کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د مبارزې لپاره تیار دی.

دوستم ویلي دي چې په ټول هیواد کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د مبارزې لپاره تیار دی.

​د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د ملي وحدت د حکومت مشرانو ته توصیه کړې چې د حکومتي چوکیو پر سر د لانجې پر ځای د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ښاغلي دوستم دفتر خپره کړې ویل شوي "اړینه ده چې د ملي وحدت د حکومت ټول مشران دې مهمې ملي غوښتنې ته هوډمن اوسي او اوس لانجو او د څوکیو ویشلو ته د پای ټکی کیږدي او د خلکو د غوښتنو پلي کولو ته ملا وتړي."

په داسې حال کې چې د افغانستان د کابینې د غړو ټاکل نژدې پای ته رسیدلي، څرگنده نه ده چې د حکومتي څوکیو د ویشلو پر سر د لانجې څخه د ښاغلي دوستم هدف څه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال همداشان د پاکستان استخباراتي سازمان په هیودا کې په وروستي تاوتریخوالیو کې په لاس لرنه تورن کړی دی.

په خبر پاڼه کې د ښاغلي دوستم له خولې لیکل شوي چې " ددې پیښو او شومو ترهگریزو پلانونو شا ته یواځې څو طالب او د مدرسو ملایان نه دي بلکې څرگنده ده چې په افغانستان کې په اور بلولو او وینې تویولو کې د افغانستان جنوبي گاونډی اساسي رول لري."

خو پاکستاني مقاماتو تل په تاوتریخوالیو کې لاس لرنه او د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ په کلکه رد کړي دي.

د ملي وحدت د حکومت په مشرانو باندې د جنرال دوستم نیوکه په داسې حال کې کیږي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه عبدالله عبدالله د حکومتدارۍ د ښه کولو او هیوادوالو ته د خدمتونو د ترسره کولو لپاره په گډو هڅو ټینگار کړی دی.

XS
SM
MD
LG