د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او د جنوبي اسیا په څو هېوادونو کې زلزله وشوه


یوې زورورې زلزلې د جنوبي اسیا هېوادونه ولړزول، د زلزلې مرکز د افغانستان شمال ښودل شوی دی.

په افغانستان کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د ادارې ویاند عمر محمودي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تراوسه د زلزلې له کبله د مالي او ځاني تلفاتو په اړه معلومات نلري.

په همدې حال کې د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د روغتون چارواکو ویلي چې شاوخوا ۳۰ زخمیان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د عاجلو پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې پنځه کسه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې مړه شوي دي.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي د پاکستان په ګلګت بلستان کې یو کس مړ شوی دی.

تراوسه په شویو هېوادونو کې د دغې زلزلې له کبله د نورو ځاني او مالي زیانونو په اړه راپورونه ورکړل شوي نه دي.

د دغې زلزلې مرکز بدخشان ولایت د اشک اشم ولسوالۍ په ۴۰ کیلو مېترۍ کې ښودل شوی دی. د امریکا د جیولوژۍ اداره وايي، چې د زلزلې شدت ۶.۶ درجې و او عمق یې شاو خوا ٢١٠ کیلومیتره و.

زلزله په کابل، اسلام اباد او نوي ډهلي کې وه، چې اوسېدونکي یې سخت وارخطا او اوتر کړل.

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۷.۵ په اندازې یوې زورورې زلزلې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ تنه مړه کړل.

XS
SM
MD
LG