د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په ایبولا باندې د دوهم شخص تشخص


د تکزاس ایالت یو روغتیا پال چې په متحده ایالتونو کې یې په ایبولا اخته د لمړني بیمار درملنه کړې وه اوس پخپله د ایبولا لپاره د روغتون په ځانگړي څانگه کې بستردی.

دا روغتیا پال وروسته له هغه په ایبولا اخته تشخیص شو چې څو ورځې وړاندې لمړنۍ ٢٦ کلنه روغتیا پاله د لمړي ځل لپاره په امریکا کې دننه پدې ویروس اخته شوې وه.

دا پېښه پداسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د ایبولا پر وړاندې د ملگرو ملتونو د چټک غبرگون د دفتر مشر ویلي دي چې نړۍ باید یا د دسمبر تر لمړۍ نېټې پورې جدي هدفونو ته ځان ورسوي او یا هم د یو داسې بې سابقه حالت سره به مخ شو چې په اړه یې موږ هېڅ پلان نلرو.

د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوي چې کیدایشي لویدیځه افریقا په دوو میاشتو کې دننه په اونۍ کې تر لس زرو نه د ایبولا زېات ناروغان ولري.

په ملگرو ملتونو کې د گیني استازی

په ملگرو ملتونو کې د گیني استازی

په ملگرو ملتونو کې د گیني استازي ویلي دي، د ایبولا مخنیوی به نه یواځې د خلکو ژوند وژغوري بلکې په سیمه کې به سوله هم وساتي.

د سپنې ماڼۍ د چارواکو په وینا، د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما به هم نن د بریتانیې، فرانسې، جرمني او ایتالیا له مشرانو سره په لویدیځه افریقا کې د ایبولا د خپرېدو او نورو نړېوالو ستونزو په اړه یو ویدیویي کنفرانس وکړي.

XS
SM
MD
LG