د لاس رسي وړ اتصالات

په لایبریا کې د ایبولا پېښې کمې شوي


د نړۍ روغتیايي سازمان ریپوټ ورکړی دی چې په لایبریا کې د ایبولا د ناروغۍ پېښې کمې شوي دي او اندازه یې د ګیني د تیرې اونۍ په شان شوې ده خو په سیرلیون کې بیا د ایبولا پېښې روانه اونۍ زیاتې شوي دي.

سره له دې چې د سیرلیون د کیري په نامه ښارګوټي کې د ایبولا د تداوۍ مرکز پرانیستل سوی دی، روانه اونۍ په دغه هېواد کې د ایبولا په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ماشومانو د ژغورنې د سازمان د روغتیا د برخې مشر فرانسسکو چیچي داسې وايي "د دې ناروغۍ سره د مبارزې تر ټولو غوره او اساسي لاره یې دا ده چې په ناروغۍ اخته شوي کسان هر څومره ژر چې کېږي، د نورو څخه لیري کړل شي او دا کار یواځي هغه وخت امکان لري چې داسي مرکزونه پرانستل شي لکه مونږ چې همدا اوس په کښي ولاړ یوو."

په داسې حال کې چې په سیري لیون کې د ایبولا پېښې مخ په زیاتیدو دي، د ماشومانو د ژغورنې د نړیوال سازمان مشر جستین فورستیتي وايي چې د ایبولا سره د مبارزې اصلي کسان هغه دي چې د قربانیانو سره خپل کار ته ادامه ورکوي او د هغوي درملنه کوي.

هغه وايي " زمونږ کارکونکو خپل په لسګونو تنه خپلوان په دې روغتیايي کړکیچ کې د لاسه ورکړي دي. ما زمونږ د سازمان د ښوونې او روزنې د یوه سلاکار سره ولیدل چې د کورنۍ ۱۴ غړي یې د لاسه ورکړي و. دوي د زیاته اندازه فشار سره مخ دي. دوي د ایبولا سره په مبارزه کې اصلي قهرمانان دي. دغه راز نړیوال کارکونکي چې د مرستې دپاره راځي لکه ډاکټران، نرسان او د لوژستیک د چارو کارکونکي ټول د پام وړ فشار لاندې دي ځکه خپلې کورنۍ یې پرېښې دي او دلته د مرستې دپاره راغلي دي."

د داوطلبو کارکونکو ترڅنګ، نړیوال بانک د ملګرو ملتونو سره په همآهنګۍ هڅه کوي چې شاخوا ۱ میلیارد ډالره پیسې منسجم کړي ترڅو ژر تر ژره سیرلیون، ګیني او لایبریا ته د روغتیا د چارو مامورین ولېږدول شي.

په عین حال کې ولسمشر اوباما د امریکا د کانګرس څخه غوښتي دي چې په لویدیځې افریقا کې د ایبولا سره د مبارزې په برخه کې دي ۶،۱۸ میلیارده عاجله بودیجه تصویب کړي ترڅو په امریکا کې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG