د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د ایبولا ناروغۍ لومړنی قرباني


An ambulance arrives with Ebola victim Dr. Kent Brantly, right, to Emory University Hospital, Saturday, Aug. 2, 2014, in Atlanta.
An ambulance arrives with Ebola victim Dr. Kent Brantly, right, to Emory University Hospital, Saturday, Aug. 2, 2014, in Atlanta.

توماس ډنکن لومړنی شخص و چې په امریکا په ایبولا اخته شوی او د ټکساس ایالت په یو روغتون کې یې درملنه کېدله.

روغتون په یوې اعلامیې کې ویلي چې ډنکن د چهارشنبې په سهار په سیمه ییز وخت په ۷:۵۱ بجو مړ شو.

بل لوري ته راپورونه وايي چې امریکا به په خپلو هوايي ډګرونو کې دغه هېواد ته راتلونکي کسان معاینه کوي چې د ایبولا ناروغۍ ویروس یې نه وي راوړي.

تر دې وړاندې د امریکا د ناروغیو دکنټرول د مرکز مشر ویلي و چې په افریقا کې به د اېبولا پر ضد مبارزه پېچلې او اوږده وي، خو په خبره یې په دغه برخه کې د واقعي پرمختگ دوه نښې لېدل کېږي.

ډاکتر ټامس فرېډن چې د جورجا په ایالت کې یې له امرېکا غږ سره خبرې کولې، وویل ښه رزونه، او داېبولا د وېروس په اړه سم معلومات او پوهه، د مړو د ښخولو پرمهال له مناسبو او خوندي لارو نه ګټه اخیستنه ډېره ضروري ده.

هغه وویل " گومان کوم زما په ګډون هرچا چې سیمې ته سفرونه کړي دي په دې به اتفاق وکړي چې هلته د ایبولا د ناروغانو وضع څومره خرابه ده او په څومره سرعت سره خپریږي. تر ټولو زېاته د اندېښنې وړ خبره داده چې دایبولا د ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او موجودوه روغتېایې سېسټم ېې دعلاج او درملنې ظرفېت نه لري، په خاصه توگه په لایبریا کې وضع ښه نه ده."

ډاکتر فرېډن وویل چې فعلا د کانگو په ډیمو کراتیک جمهورېت او ناجریا کې د ایبولا ناروغي ترکافي حده کنټرول شوې ده او نورڅوک ېې نه دي نېولي. دامرېکا پوځ غواړي چې ٧٥٠ مېلونه ډالر په افرېقا کی داېبولا د ساري وېروس پر خلاف په مبارزه ولگوي او دوه نوي ګرځنده لابراتوارونه ېې هلته لېږلې دي. څلور زره امرېکاېيي عسکرهم لویدیځې افریقا ته د تگ په حال کی دي.

ایبولا په لویدیځي افریقا کې زرګونه کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG