د لاس رسي وړ اتصالات

سعادت: د واک ویش دیموکراسۍ ته زیان رسوي


ښاغلی سعادت ادعا کوي چې د ولسي جرګې له خوا د ټاکنیزو کمیسیونو د اصلاح هڅې د افغانستان د ټاکنیز سیستم د پیاوړي کیدلو په ځای ددغه سیستم د کمزوري کولو لپاره ترسره کیږي.
ښاغلی سعادت ادعا کوي چې د ولسي جرګې له خوا د ټاکنیزو کمیسیونو د اصلاح هڅې د افغانستان د ټاکنیز سیستم د پیاوړي کیدلو په ځای ددغه سیستم د کمزوري کولو لپاره ترسره کیږي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس عبدالستار سعادت وایي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائي رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي په حکومت کې د واک ویش په افغانستان کې نوې ټوکیدلې دیموکراسۍ ته زیان رسوي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې د نوې کابینې په جوړولو کې رامنځته شوی اوږد ځنډ هم د واک د ویش زیږنده وباله.

هغه وویل چې کابینه به جوړه شي خو ستونزې به هغه وخت رامخې ته شي چې جمهور رئیس او اجرائي رئیس د مقابل لوري له خوا ګمارل شوي چارواکي له کاره لرې نه شي کړلی.

ښاغلي سعادت وویل "زمونږ فیصله د یو رئیس جمهور په اړه وه، اما د باندینیو چارو وزیر د متحده ایالاتو چې منځګړیتوب یې وکړ هغه په اساسي قانون کې یو انحراف یې رامنځته کړ یا نقض یې رامنځ ته کړ، چې اجرائي ریاست یې رامنځ ته کړ د بلې خوا د ګټوونکي کاندید له خوا کمزوري وښودل شوه ضعف وښودل شو چې هغه دا ومنله یعنې د اساسي قانون په خلاف یې تعمل یې وکړ، معامله یې وکړه دې چې دی مشکل رامنځ ته کړ".

ښاغلی سعادت وایي چې د افغانستان د اساسي قانون او د ټولو نافذه قوانینو له مخې دا هیواد یوازې یو جمهور رئیس لري او د اجرائي رئیس په نوم رامنځ ته شوې څوکۍ یوه غیرقانوني او تحمیلي څوکۍ ده.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس وایي چې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو یو څرګند ګټونکی درلود .

ښاغلي سعادت وویل" وروسته چې کله سرټپکیټ ګټونکي کاندید ته ورکړل شو یا اعتبارنامه په هغه کې فیصدي هم راغله د رائیو اندازه هم راغله او ټول ملت ته وښودل شوه خو هغه تعمل چې رامنځ ته شو دیموکراسۍ ته یې داسې ضربه ورکړه چې یعنی مونږ به یې قیمت اوس نه پنځه کاله هم تیروو، پنځه کاله وروسته چې نور انتخابات په راتلونکو کې لرو لکه ما مخکې مرکو کې هم ویلي څوک به بیا انتخاباتو نتیجه نه مني یعنې هرڅوک چې بیالونکی کیږي هغه به نتیجه چیلنچ کوي تردې چې هغه ته په غیر قانوني توګه یو امتیاز ورکړل شي".

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د تیرو ټاکنو د ارزونې لپاره ددغه کمیسیون له خوا د ګمارل شوې کمیټې په باب وویل چې دغې کمیټې کار پیل کړی او په کار کې پرمختګ هم شوی دی.

ښاغلي سعادت وویل" مهمه داده چې د درغلیو مهم عوامل دواړه کاندیدان دي چې عملآ د افغانستان د ملت په سرنوشت باندې دوی واکمن دي دوی د یو عامل په توګه مطرح دي د انتخاباتو کمیسیون هم په دي کې دخیل دی هغه موقت کارکوونکي چې له سلو زرو اوړي هغوی چې د انتخاباتو په ورځ کار کوي هغوی په دې درغلیو کې دخیل دي مونږ ریفورم راولو د تقلب عوامل چې پیدا شو چې هغه په هرچا باندې ختم کیږي هغه په موقت کارکوونکو باندې ختم کیږي، هغه په نورستاني باندې ختم کیږي او که هغه په ما باندې ختم کیږي هغه باید پیداشي او په هکله به يې کمیټه کمیسیون ته راپور ورکوي او بالاخره دا به معلومیږي".

په دغه مرکه کې ښاغلي سعادت د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په مسله هم خبرې وکړې د ولسي جرګې له خوا د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو د اصلاح لپاره په هڅو یې شک څرګند کړ.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون رئیس ادعا وکړه چې دا هڅې د افغانستان دټاکنیز سیستم د پیاوړي کیدلو په ځای ددغه سیستم د کمزوري کولو لپاره ترسره کیږي.

ښاغلی سعادت وایي" د ولسي جرګې په طرحه کې دوه بهرنیان یې بیا داخل کړي د شکایاتو په کمیسیون کې چې دا د همغه بهرنیو کړیو طرح ده چې په هغه وخت کې چې دوی ووتل ورباندې سخته تمامه شوه یعنې شکایاتو کمیسیون باندې څه نشته خوداچې غواړي خارجیان بیا راولي په دې کې داخلي کړۍ او سفارتونه دواړه دخیل دي".

همداشان ښاغلي سعادت وویل چې کوم معلومات چې دی یې لري دا ورته څرګنده شوې ده چې د راتلونکي کال د ثور په میاشت کې د ولسي جرګې ټاکنې به په ټاکلې نیټه ترسره نه شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رئیس ددغه ځنډ علت د ټاکنو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د امکاناتو په برابرولو کې زړه نازړه والی وښود.

XS
SM
MD
LG