د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو کمیسیونونو یوولس دایمي کارکوونکي لرې شول


د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په تیرو ټاکنو کې تر ټولو ډیرې درغلۍ په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په تیرو ټاکنو کې تر ټولو ډیرې درغلۍ په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون وایي چې د خپلو پلټنو وروسته یې په تیرو ټاکنو کې په درغلیو کې د لاس لرلو له امله د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون درې ولایتي رئیسان او د خپل کمیسیون اته دایمي کارکوونکي له کاره ګوښه کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون ویاند نادر محسني امریکا غږ ته وویل چې د دوی پلټنې دا هم ښیي چې د افغانستان د څلورو دیرش ولایتونو څخه یوازې په اتو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیسان د قانوني بهیر د بشپړیدلو له لارې په څوکیو ګمارل شوي وو، او د نورو ولایتونو لپاره د دغه کمیسیون ولایتي رئیسانو د ټاکلو په وخت ټاکنې قانوني بهیر ته پاملرنه نه وه شوې.

ښاغلي محسیني وویل" د ټاکنو د خپلواکه کمسیون لس زرو په شاوخواکې د ټاکنو د ورځې موقتي کارکوونکي هم په درغلیو کې ښکیل ګڼل شوي او پریکړه شوې چې هغوی به بیا د ټاکنو په بهیر کې استخدام نه شي.".

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په تیرو ټاکنو کې د یوسل او دیرش زرو پورې موقتي کارکوونکي ګمارل شوي وو.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون په خپل د پنځه سوو پاڼو په دغه رپوټ کې چې نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکې کې خپل لوړپوړي مامورین د افغانستان د ملکي خدماتو د قانون له مخې په چارو وګماري.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون رئیس عبدالستار سعادت د دغه راپور د خپرولو په وخت خبریالانو ته وویل چې که څه هم په دغه راپور کې به هم نمګړتیاوې موجودې وي خو بیا هم دا په تیرو دیارلس کلونو کې د جمهوري ریاست د دریو او دوو پارلماني ټاکنو وروسته لومړی ځل دی چې د ټاکنو وروسته د ټاکنو ارزونه کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون رئیس د دغه راپور خپرول د راتلوونکو ټاکنو د شفافیت لپاره مهم وګڼه وویل چې دا به د راتلوونکو ټاکنو د شفافیت سره مرسته وکړي.

ښاغلي سعادت وویل "دا یو نوی او بې ساری اقدام وو په اول ځل باندې اسیب شناسي وشوه عوامل په ګوته شول هغه کسان چې دخیل ووهغه وپلټل شول د درغلیو او تخلفاتو ډولونه په کې معلوم شول ".

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د جمهوري ریاست په دوو ځلو او د ولایتي شوراګانو په تیرو ټاکنو کې په څلوردیرش ولایتونو کې ټول لس زره شپږ سوه او نه ویشت شکایتونه ثبت کړي دي چې زیات شمیر یې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همداشان دا راپور وایي چې په تیرو ټاکنو کې تر ټولو ډیرې درغلۍ په کندهار ولایت کې او ترټولو کمې په نیمروز ولایت کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG