د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کې د درغلګرو کسانو نومونه په تورلست کې شاملیږي


نادر محسني وویل چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون یو شمیر سیمه ایزو کارکوونکو هم د ټاکنو د بهیر په جنجالي کولو کې لاس درلود.

نادر محسني وویل چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون یو شمیر سیمه ایزو کارکوونکو هم د ټاکنو د بهیر په جنجالي کولو کې لاس درلود.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پلټنې ښيي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په تیرو ټاکنو کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د نږدې شلو دایمې مامورینو په ګډون تر لسو زرو پورې کسانو چې د ټاکنو موقتي کارکونکي وو په درغلیو کې لاس درلود.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون یو شمیر سیمه ایزو کارکوونکو هم د ټاکنو د بهیر په جنجالي کولو کې لاس درلود.

محسني وویل"کوم کسان چې په تورلست کې شاملیږي، وروسته له دې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په دې اړه خپله پریکړه بشپړه کړه، دوی نور د انتخاباتو په پروسه کې ګډون نه شي کولای. دوهمه ډله هغه کسان دي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پراساس ممکن نه یوازې دا چې په راتلونکو ورځو کې به له خپلو دندو ګوښه شي، بلکې له دې وروسته به د انتخابو کمیسیون سره د کار کولو حق هم ونه لري ".

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل چې دغه کمیسیون په تیرو ټاکنو کې د شوو درغلیو بشپړه ارزونه کړې او په دې هکله یې یو رپوټ په پنځه سوو پاڼو کې هم ترتیب کړی چې بله اونۍ به د خلکو د خبرتیا لپاره خپور شي.

محسني وویل چې په راپور کې چې د کومو کسانونومونه اخیستل شوي هغوی ته به د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته د معرفي کولو دمخه د خپلو ځانونو څخه د دافع حق ورکړل شي.

د افغانستان د حمل د میاشتې په جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په ټاکنو او بیا د جمهوري ریاست د دوهم پړاو په ټاکنو کې هر ځل د یوسل او لس زرو نه زیاتو کسانو برخه لرله چې اکثریت یې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خوا په موقتي توګه د ټاکنو په ورځو کې ګمارل شوي وو.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون چارواکي دا مني چې د ټاکنو د ورځو د موقتي ګمارل شوو کارکونکو موندل او د قانون منګلو ته د هغوی سپارل اسان کار نه دی خو د دغه کمیسیون ویاند وایي چې لږ ترلږه په تور لیست کې د دغو کسانو د نومونو شاملول به دا ګټه ولري چې په راتلونکو ټاکنو کې دا کسان بیا استخدام نه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ادارې په پرله پسې توګه د افغانستان له جمهوررئیس محمد اشرف غني څخه د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د یو ځانګړې کمیسیون د جوړیدلو غوښته کوي.

نږدې پنځه میاشتې وړاندې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو په سر د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د موافقې په وخت دغو دواړو مشرانو د دغسېیو کمیسیون په جوړیدلو موافقه کړې وه.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دغسې یو کمیسیون له لارې د افغانستان د ټاکنیز سیستم اصلاح کول غیر قانوني ګڼي او وایي چې که په سیستم کې اصلاحات راوستل کیږي نو باید قانوني لارو روستل شي.

د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو د راوستلو تر وخته نړیوالې ټولنې هم د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون سره خپلې مرستې ځنډولي دي چې ورسره د ولسي جرګې د ثور د میاشتې د دهمې ورځې ټاکنې هم یو نامعلوم وخت ته ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG