د لاس رسي وړ اتصالات

سعادت : د ولسمشرۍ د دفتر اقدام قانوني نه دی


د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ریس عبدالستار سعادت
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ریس عبدالستار سعادت

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشر د دفتر د ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنییزو شکایتونو د کمیسیون معرفي کول غیری قانوني ګڼلي او د لویې څارنوالۍ اقدام یې هم له قانون ور اخوا ګڼلی دی.

د ولایتي شوراګانو ځینو معترضو کاندیدانو تېره اوونۍ رسنیو ته داسې لیک ښودلی، چې پکې د ولسمشر د دفتر د ریاست له خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو په سر د عدليي تعقیب لپاره معرفي شوی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت خبریالانو ته وویل دا کار غیر قانوني او تر یوه حده پورې سیاسي دی او لويې څارنوالۍ باید په خپله ددې غیری قانوني کار مخه نېولې وای.

ښاغلي سعادت وویل د ټاکنو د قانون په اساس د ټاکنو ټولې جرمي قضيې باید د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا و څېړل شي او د عدليي تعقیب لپاره لويې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل ‪"‬د افغانستان جمهور رئيس دا مسئله رده کړه، د هغوی حقوقي سلاکار دا مسئله رده کړه، یعنې مسئله په خپله شخصا رئيس جمهور پورې نه مربوطه کیږي، مسئله اوس ددفتر رئيس ته رسیږي، زه فکر کوم هرڅوک چې یوې وظیفي ته راځي، نوی وي، شاید ددغو مسائلو تر اغیز لاندې راغلی وي، دا کار د حقوقو په مسائلو د نه درک له امله شوی دی.‪"‬

په ورته وخت کې د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي خبریالانو ته ویلي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو او لایحو د قانون په اساس د ټاکنو کمیسیونو له عدلي تعقیب مصؤن دي او ولسمشر لویې څارنوالۍ ته یوازې یو لیک استولی دی.

دا ډول د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، یوه داسې کمېټه یې جوړه کړې ده، ترڅو د تېرو ولایتي شوراګانو او د ولسمشرۍ د ټاکنو سرغړونکي او په درغلیو ککړ کسان معلوم کړي.

دا کمېټه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د غړو نه جوړه ده چې مشري یې نادر محسني کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر وویل دا کمېټه ټول موارد څېړي، له څېړنې وروسته که کوم کسان په درغلیو کې لاس ولري، معرفي کوي به یې، دوی به په تور لست کې شامل شي او ځینې به تر عدليي تعقیب لاندې ونیول شي.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنې خورا اوږدې او لانجمنې وې او ترڅو میاشتو لانجو وروسته بالاخره د ملي یووالي د حکومت په جوړولو د ولسمشرۍ کاندیدان سلا شول.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې هم تېره میاشت اعلان شوې او ځینو معترضو کاندیدانو نه منلې، خو ددغو پایلو په اساس د ډېرو ولایتونو نويو ولايتي شوراګانو کار هم پيل کړی دی

XS
SM
MD
LG