د لاس رسي وړ اتصالات

غني د اسیا د زړه کنفرانس کې ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي


جمهوررئیس غني ته د اسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې ګډون بلنه صدراعظم نوازشریف ورکړې وه.

جمهوررئیس غني ته د اسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې ګډون بلنه صدراعظم نوازشریف ورکړې وه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ د اسیا د زړه د هیوادونو په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا د غونډې په وخت خبریالانو ته وویل چې که څه هم لکه چې د اسیا د زړه د کنفرانس د جوړیدو په وخت چې ددغه کنفرانس څخه افغانستان کومه تمه لرله هغه لا عملي شوې نه ده خو بیاهم دا کنفرانس به ګډون والو ته د یولړ مسلو په هکله د بحث امکانات برابر کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "یو ښه نوښت وو، پایلې هم لرلې ، که څه هم هغو اهدافو لپاره چې دا کنفرانس جوړ شوی وو لا تراوسه ورته نه یو رسیدلي، خو د سیمه ایزو همکاریو د اړتیاو د مطرح کولو لپاره یو ښه زمینه ده، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د افغانستان یو پلاوی په دغه کنفرانس کې برخه اخلي، هیله لرم چې ددغه کنفرانس پایلې به د سیمې د ثبات او د ترویرزم سره د مبارزې په برخه کې صادقانه همکارۍ او هم د موجودو اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې چې د ټولې سیمې د اوسیدونکو د ژوند د ښه کیدو سبب شي اوسي ".

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې ددې ترڅنګ به دا کنفرانس افغانستان او پاکستان ته هم ددې فرصت ورکړي چې په خپلو دوه اړخیزو مسئلو سره خبرې وکړي او هم هغه لیوالتیا چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په برخه کې لیدل کیږي او دبلې خوا ددغه کنفرانس ملاتړي اکثره یې د افغانستان نږدې تول نړیوال ملاتړي دي.

د طالبانو د مشر ټپي کیدل

د افغانستان اجرائیه رئیس همداشان په کویټه کې د طالبانو د یو مشر ملا اختر محمد منصور د ټپي کیدو د مسئلې یادونه هم وکړه وې ویل چې د ملا اخترمحمد منصور د وژل کیدو پرنسبت د ټپي کیدو احتمالات زیات دي.

اجرائیه رئیس وویل کویتې سره نږدې د ملا اختر محمد منصور ټپي کیدل د افغانستان د خلکو پر وړاندې د یو لړ خو‎ځښتونه ښيي چې د افغانستان له سرحد بهر ترسره کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "هیله لرو هغوی چې واقعآ اسلام خپلو خلکو او خپل هیواد په هکله فکر کوي ددغو پیښو څخه سبق واخلي او د خپلو خلکو او خپل هیواد د ګټو په هکله فکر وکړي او د هغو توطیو قرباني نه شي چې د افغانستان پر وړاندې روانې دي ".

د طالبانو مشر په یو غږیز پیغام کې چې اوړمه شپه طالبانو خپور کړی ، خپل ټپي کیدل رد کړي او ویلي دي چې دې روغ رمټ دی.

XS
SM
MD
LG