د لاس رسي وړ اتصالات

د ایکو کنفرانس په کابل کې پیل شو


د ایکو کنفرانس په کابل کې پیل شو
د ایکو کنفرانس په کابل کې پیل شو

د ایکو د اقتصادي ټولنې څلورم کنفرانس د نهو هیوادونو د سوداګرﺉ د چارو د وزیرانو په ګډون په کابل کی پیل شو.
انوار الحق احدي د افغانستان د سوداګری وزیر، په ایران کی د افغانستان سفیر یحیی معروفي او ددې ټولنی سکرتر جنرال ددې غونډې کوربه توب په غاړه لري.

د افغانستان د سوداګرئ وزیر انوارلحق احدی وویل پدی غونډه کی د ګمرکي تعرفو د کمولو او د هغو خنډونو په اړه چی د ګټورې سوداګرﺉ په مخکې پراته دي، هر اړخیز بحثونه تر سره شول.
د هغه په وینا د ایکو د غړو تر منځ د سوداګرﺉ د لارو چارو د یووالي موافقتنامې، د ایکو په سوداګرﺉ او پراختیا بانک کی د افغانستان د غړیتوب، د ګڼو محصولاتو د نندارتونونو د ترتیبولو، خصوصي سکتور ته د ودې ورکولو او نورو سهولتونو د برابرولو په هکله خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG