د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې وژونکې ناروغي په خپرېدو ده


اروپا کې وژونکې ناروغي په خپرېدو ده

اروپا کې وژونکې ناروغي په خپرېدو ده

د اروپائې اتحاد د دهقانی دچارو کمیشنر داسیان سیولوس د ٢٢٠ میلونو ډالرو مرستی پیشنهاد کړیدی چې ددهقانانو سره وشی چې خپل ځینی هغه تاوانونه ورباندې بیرته تلافی کړی چې د اېشېريکيا کولي دناروغې دستونزی په وخت کې د سبو د نه خرڅلاو له درکه ورته رسیدلی دی.

داروپائې اتحاد دکرهڼی وزیرانو دسه شنبی په ورځ په لوکسمبورګ کې غونډه وکړه چې ددغې ستونزی او داقتصادی اغیزی په باره کې خبرې وکړي.

له هغه وخت نه راپدی خوا چې دغه ستونزه پیدا شویده د پیرونکو د ویرې په سبب اروپائې دهقانانو نشو کولای چې خپل سابه خرڅ کړی. روسېې هغه سابه منع کړیدی چې داروپائې اتحاد دغړو ملکونو نه ئې واردول:

)دا مهمه ده چې مقامات ددغې خپریدونکی ناروغې دمنبع په باره کې دمعلوماتو د ورکولو په باره کې تادی ونکړی چې دمکروبی ناروغېو دڅارونکو له خوا ندی تثبیت شوی په داسی حال کې چې دا په ټوله اروپا کې ویره خپروی او زموږ دخوړو دتولیدکونکو لپاره چې په اروپائې اتحاد او له اروپائې اتحاد نه بهرخپل تولیدات خرڅوی ستونزی پیدا کوی(.

له هغه وخت نه راپدی خوا چې دغه ناروغې خپره شویده، ٢٢ تنه وژل شوي او څه دپاسه دوه زره څلورسوه تنه ناروغ شوی دی.

دغه ناورغې په المان کې لګیدلی او د دوشنبی په ورځ مامورانو رد کړه چې ګنې سابه ددغې ناروغې سبب شوی نو هماغه وچې تراوسه پوری ددغې ناروغې علت ندی معلوم شوی . دالمان دعامی روغتیا کار کونکی دخپلی هغې خبرداری نه دفاع کوی چې هغو استهلاک کونکی ته ئې ورکړیدی چې په هسپانیه کې کرل شوی بادرنګ استعمالوی:

)موږ دلته په همبورګ کې دبل ډول حالت سره مخامخ یونو کله چې موږ دهسپانوی بادرنګو په باره کې خبرداری ورکوواو مغاذو نه ئې لیری کوو.

موږ په دوو لابراتواری معاینو کې کې د اېشېريکيا کولي دناروغې نتیجی ولیدی چې دا په حکومتی او داروپائې اتحاد په لابراتوارو کې هم تائید شوی، ځکه نو دا دغورکولو خبره نده بلکه دا یو ضرورت دی(.

د اېشېريکيا کولي ناروغې په معاصر تاریخ کې یوه ډیره خطرناکه ناروغې ده . تقریبآ ټول قربانیان ئې المانیان دی. داروپایولسو نورو هیوادونو او امریکا هم د اېشېريکيا کولي دناروغې دپیښو رپوټ ورکړیدی مګر ویل کیږی چې اکثرودغو قربانیانودالمان شمال ته سفر کړی وو.

د اېشېريکيا کولي دناروغې په نخښو نښانو کې نس خوږی، اسهال، تبه، کانګی او نوری پیچلتیاوی پکې شامل دی چې دا بیا دمرګ سبب کیږی.

XS
SM
MD
LG