د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په لومړۍ ورځ څو اجرایي فرمانونه لاس لیک کوي


ټرمپ او میرمن یې تیره ورځ واشنگټن ډي سي ته د راتگ سره سم د براهام لینکن د څلي لیدنه وکړه
ټرمپ او میرمن یې تیره ورځ واشنگټن ډي سي ته د راتگ سره سم د براهام لینکن د څلي لیدنه وکړه

د امریکا منتخب جمهور رئیس دونالد د خپل جمهوري ریاست په لومړیو شیبو کې د مهاجرت، د امریکا د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ په سرحد د دوال جوړولو او د اوباما د حکومت د یو لړ پالیسو د لغوه کولو په اړوند اجرایي فرمانونه لاس لیک کوي.

ټاکل شوی چې ښاغلی ټرمپ نن د جمعې په ورځ غرمه د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ٢٠ د امریکا د متحده ایالاتو د ۴٥ جمهور رئیس په توگه لوړه وکړي.

د ښاغلي ټرمپ ویاند شان سپایسر خبریالانو ته وویل "ددې فرمانونو د لاس لیک کولو لړۍ به په دوهمه او درییمه ورځ هم دوام وکړي او خلک به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د واقعي بدلون د اجندا شاهد وي."

ټاکل شوی چې ښاغلی ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د سي آی ای د مقر لیدنه وکړي. هغه په دغه اداره او د هغې په اوسنی رئیس باندې د امریکا په انتخاباتي کمپاین کې د روسیې د مداخلې په اړه د رپوټ ورکولو په خاطر سختې نیوکې کړې وې.

د ښاغلي ټرمپ سلاکارانو څه دپاسه ٢٠٠ اجرایي فرمانونه څیړلي دي چې د صحي بیمې، د اقلیم پالیسي، مهاجرت، انرژي او نورې موضوعگانې په کې شاملې دي، خو دا نه ده څرگنده شوی چې په لومړی ورځ به څومره فرمانونه لاس لیک کړي.

د اجرایي فرمانونو په لاس لیک سره به ښاغلی ټرمپ تر هغه چې په فرمان کې شاملې موضوعگانې د امریکا د کانگرس له خوا رد یا ومنل شي، د یو شرکت د عامل رئیس په څیر وي.

د باراک اوباما په گډون د امریکا د متحده ایالاتو پخوانیو جمهورو رئیسانو هم په خپلو لومړیو کاري اونیو کې یو لړ اجرایي فرمانونه لاس لیک کړي وو.

تمه ده چې ښاغلی ټرمپ په فدرالي حکومت کې د استخدام لړۍ هم ودروي او په امریکا کې د کار د قانون یو لړ موادو د تعدیل کولو لپاره هم اقدامات وکړي.

تمه ده تر هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ته د سخت دریځو د راتگ د مخنیوي لپاره دقیق سیستم رامنځ ته کیږي، د یو شمیر هیوادونو په اوسیدونکو باندې د محدودیتونو لگول به هم د ښاغلي ټرمپ د لومړنیو کارونو څخه وي.

ښاغلي ټرمپ په خپله انتخاباتي مبارزه کې وړاندیز کړی و چې متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په راتگ محدودیتونه ولگول شي. خو د مهاجرت په اړه د هغه اجرایي فرمان به ددې پرځای چې دیني مبنا ولري تر ډیره به په تابعیت پورې مربوط وي.

XS
SM
MD
LG