د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په لوګر کې د نجونو ۲۲ ښوونځي تړلي دي


چارواکي وايي د دغو ښوونځو د تړل کېدو له کبله څه باندې درې زره نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.
چارواکي وايي د دغو ښوونځو د تړل کېدو له کبله څه باندې درې زره نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

وروسته له هغه، چې تېره روژه مياشت د حکومت وسله والو مخالفينو د لوګر په څرخ او برکي برک ولسواليو کې تر څلرم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړې، ۲۲ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبر ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چې د دغو ښوونځيو د تړل کېدو له امله تقريباً درې نيم زره ښځينه زده کوونکې له زده کړو محرومې او له ناڅرګند برخليک سره مخ دي.

د هغه په وينا طالبانو د څرخ او برکي برک ولسواليو اوسېدونکو ته ويلي، چې تر څلرم ټولګي پورته نجونې دې ښوونځيو ته نه ځي. هغه زياتوي، چې له دې خبرې څخه يې د سرغړونې په صورت کې هغوی ګواښلي هم دي.

هغه وایي" اووه ديني مدرسې د او دوه دارالحفاظونه دي. دغه راز اته ليسې، شپږ منځني او اته ابتدائيه ښوونځي دي. موږ ډېرې هلې ځلې وکړې، خو ونه توانېدو، چې دغه ښوونځي د نجونو پرمخ بېرته پرانيزو."

ښاغلی ستانکزی وايي، چې په يادو ولسواليو کې ديني مدرسې او دارالحفاظونه تر اوسه نه دي تړل شوي، خو زياتوي، ښوونکي يې ګواښل شوي، چې د مياشتني معاش ترڅنګ به له حکومته هېڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي.

د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزی وايي، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب يې د ستونزې د حل په برخه کې له خپل اړخه هلې ځلې کړي، مګر زياتوي، چې تر اوسه د ښوونځيو په پرانستلو ندي برلاسي شوي.

هغه وايي ” دا له ولس سره جفا ده. طالبان دا ادعا کوي، چې موږ د حکومت مخالفين يو او د ولس مخالفت نه کوو. زه وايم که طالبان د ولس مخالفان ندي، نو بيا ولې د عامو خلکو پرمخ ښوونځي تړي؟ ‟

په همدې حال کې د سيمې د اوسېدونکو اندېښنه دا ده، چې که د دغو تړل شويو ښوونځيو مسئله ژر هواره نشي، ممکن د لوګر ولايت نورې سيمې هم له ورته برخليک سره مخ شي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم امريکاغږ ته د يادو شويو ښوونځيو د تړل کېدو خبره تاييد کړه او ويې ويل ولايتي مقامات هڅه کوي، چې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانيزي.

هغه وویل ”د لوګر ولايت مقام په دې هڅه کې دی، چې دغه مسئله د قومي مشرانو په وسيله حل کړي، ځکه دغه خلک په ولس کې محبوبيت لري. مخکې هم په محمداغې ولسوالې کې همداسې يوه ستونزه د دوی په وسيله حل شوې، که حل نشوه، د بل اقدام په اړه بيا وروسته پرېکړه کوو‟.

بل طرف طالب وياند ذبيح الله مجاهد له امريکاغږ سره په خبرو کې دا رد کړې، چې ګني زده کوونکي زده کړو ته نه پرېږدي، خو زياته کړې يې ده، هڅه يې دا ده، چې نجونې او هلکان جلا، جلا ټولګي ولري.

په مجموعي توګه د لوګر په مرکز او ولسواليو کې په ۳۰۶ ښوونځيو کې ۱۵۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د ارقامو له مخې په دغه شمېر کې ۵۰ زره نجونې هم شاملې دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا له ياد شمېر څخه يواځې ١١٧ ښوونځي ودانۍ لري او د پاتې نورو زده کوونکي له سرپناه پرته خپل درسونه پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG