د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د برمته شوو مسافرو د خلاصون هڅې پیل شوي


په زابل کې تیره ورځ اولس مسافر مخ پټو وسله والو برمته کړي دي
په زابل کې تیره ورځ اولس مسافر مخ پټو وسله والو برمته کړي دي

د زابل په ولایت چارواکي وایي چې تیره ورځ په دغه ولایت کې د برمته شوو اولس مسافرو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي خو تراوسه لا د برمته شوو مسافرو څرک نه دی لیګیدلی.

د زابل ولایتي چارواکي وايي چې پدې ولایت کې د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون په موخه هم نظامي عملیات او هم د ولسي مشرانو هڅې پیل شوي دي.

د زابل والي محمد انور اسحق زي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل دوی د پرون ورځې راهیسې پر بیلا بیلو لارو چارو باندې کار پيل کړی او هڅه کیږي چې د خلاصون پر وخت یرغمل شویو مسافرو ته کوم زیان ونه رسیږي .

خو هغه زیاته کړه چې پدې یرغمل نیونه کې ممکن بهرني لاسونه هم وي چې د افغانانو ترمنځ بې باوري پیدا کړي .

ښاغلي اسحق زي وویل "موږ له پرون ورځې راهیسيې پدې اړه جدي تحقیقات کوو ، خو داسې کره معلومات چې هغه موږ له رسنیو سره شریک کړو لاهم له وخت څخه مخکې خبره ده ، موږ پرون دوه ځایه په نښه کړل هلته چې مو نظامي عملیات تر سره کړل دغه مسافر يې له هغو سیمو څخه نورو ځایونو ته انتقال کړي وو ، خو پدې اړه جدي کار روان دی ".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن غرمه مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د برمته شوو مسافرو د خلاصون لپاره هڅې پیل شوي او د سمیې د اوسیدونکو د هڅو په نتیجه کې د برمته شوو مسافرو نهه یې بیرته خوشې شوي دي.

د کورنیو چارود وزارت ویاند د برمته شوو مسافرو شمیر شپاړس تنه وښوده.

یوې باوري امنیتي سرچينې امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې دغه مسافر د یوې شخصي ستونزي قرباني شوي دي .

سرچينې وویل چې د زابل او غزني ولایتونو په شمالي برخو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د څړ ځایونو پر سر ځينې ستونزې له دې یرغمل نیونې سره تړاو لري ، او د دولت د وسله والو مخالفینو ځينې سیمه ييز قومندانان هم پدې برخه کې لاس لري .

د زابل د شاه جوۍ ولسوال وزیر محمد جوادي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې دوی د ستونزي د حل په موخه د دې ولسوالۍ ولسي مشران ور بللي او د ستونزې په حل کې يې له هغوی څخه مرسته غوښتنې ده.

ده زیاته کړه چې یرغمل نیونکو ۱۷ واړه مسافر پر ۲دوو ډلو وېشلي او یوه نا معلوم لوري ته يې وړي دي .

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي هم له امریکا غږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې ځينو منابعو پولیسو ته هم د هزاره او کوچي قومونو ترمنځ د ستونزې خبره کړې خو دوی پدې باب کره معلومات په لاس کې نلري .

پر همدې حال د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ويلي چې یرغمل نیونکي د دوی اړوند کسان ندي خو دوی هم پلټنه کوي چي دا مسافر چا او د څه لپاره یرغمل کړي دي.

غور کې زده کوونکي خوشې شوي

د بلې خوا د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې هغه لس زده کوونکي چې تیره ورځ د شهرک د ولسوالۍ او دولینه سیمې په اوږدو کې وسله والو له یوه موټر ښکته کړې وو، د سیمه ایزو مشرانو په هڅو تیرشپه بیرته خوشې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG