د لاس رسي وړ اتصالات

اچین ولسوالۍ کې د پولیو د کمپاین لپاره هڅې کیږي


دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دریو میاشتو راهیسې دپولیو واکسین دپلي کېدو مخه نیول شوې، داعیش ډله او وسله وال طالبان دپولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې دسیمې ماشومان واکسین کړي.

دپولیو ضد واکسین دمنع کولو سره هممهاله وسله والو دځینو روغتیایي مرکزونو دروازې هم وتړلې.

داچین ولسوال حاجي غالب وایي ، د سیمې قومي مشرانو اوسپین ږیرو باندې یې غږ کړی چې په خپلو سیمو کې دپولیو واکسینته اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې قومي سپین ږیرو ته یې ویلي که دپولیو ضد واکسینته یې اجازه ورنه کړه نو سیموته ته به یې ټولې خلاصې لارې وتړي.

داچین ولسوال په دې اړه داسې وایي:

" همدا اوس هم موږ تیرو ورځو کې چې واکسین پلی کېده، قومي سپین ږیري او مشران مو راغوښتي وو او ورته مې جدي وویل، چې تاسو مکتب او کلینک بندوی ، که کلینیک یا مکتب مو بند شو، پرتا سو لاره بندوم، خوراکي مواد درباندې بندوم هرڅه بندوم بیا به راته هیڅ هم ونه وایې، نو دا سپین ږیري تللي دي کېدای شي چې دا کلینیکونه خلاص شي. "

غالب وویل،په دې تړاو یې درې روغتیايي مرکزونه بېرته خلاص کړي او دنورو خلاصولو ته یې هم هڅې پیل کړي دي.

دسیمې خلک وایي چې ددوی ماشومان له دریو میاشتو راهیسې دپولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي او ویره لري که دا وضعیت همداډول دوام وکړي نو ماشومان به یې دپولیو له ګواښ سره مخامخ شي
غږ

" نوم مې عبدالحمید دی داچین ولسوالۍ دعبدالخېل اوسېدونکی یم، دلته هیڅ ماشوم دپولیو واکسین نه شي اخیستلی، داعش ورته اجازه نه ورکوي، دا یومشکل دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، دپولیو واکسین زموږ ماشومان له خطره ژغوري او ډېر مهم دی. "

دسیمې دیني عالمان هم له خلکو غواړي چې خپل ماشومان باید دپولیو واکسین کړي څو له دې مرګونې ناروغۍ نه وژغورل شي.

عبدالبصیر حکمت دسیمې دیني عالم دی وایي چې دپولیو دواکسینو مخنیوی ماشومان په زوره دمرګ ګواښ سره مخامخ کول دي.

" پولیویوه مرګونې ناروغي ده چې هیڅ کومه درملنه نه لري،دنړۍ په کچه په ټولو اسلامي هیوادونو کې کېږي زما په فکر کوم اسلامي او شرعي ممانعت هم نه لري،پرټولو ولسونو غږ کوم چې خپلو اولادونو ته دغه دپولیو څاڅکي ورکړي."

دننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې دپولیو واکسین دمخنیوي له امله دواکسینو په تېره دوره کې تر څلویښت زره زیات ماشومان دپولیو له واکسینه بې برخې پاتې شول.

ددې ولایت عامې روغتیا ریاست پر خپلو کړو هڅو سربېره تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې دپولیو واکسین دپلي کېدو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي. خو روغتیایې چارواکي بیا ټینګار کوي، یوازې دو څاڅکې واکسین کولی شي چې ماشومان له دایمي معیوبیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG