د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې تاریخي آثار ورک شوي


په مصر کې تاریخي آثار ورک شوي
په مصر کې تاریخي آثار ورک شوي

مصري مقامات د هغه نقاشۍ پسی گرځي چې تیره شنبه د قاهرې د یوه موزیم څخه غلا شوې ده.

د مصر د کلتور وزیر ددې خبرې نه واوښت چې مخکې ویلي ؤ چې دوه ایتالویان د وان گوغ د نقاشی سره چې د قاهرې موزیم نه تیره شنبه غلا شویده، نیولي دي.

فاروق حسني خپل یو مامور د غلطو معلوماتو په سبب ملاتوي. مخکې حسني ویلي ؤ چې نقاشي د قاهرې په هوايي ډگر کې د ایتالویانو سره نیول شوې ده.

د مصر څارنوال ویلي دي چې د محمود الخلیل په موزیم کې امنیت ښه نه ؤ او کمرې یې کار نه کولې.

ددغه نقاشۍ سرنوشت چې د یوه هالیندي هنرمند له خواته جوړه شویده او پنځوس ملیونه ډالر ارزښت لري، لا ندی معلوم.

XS
SM
MD
LG