د لاس رسي وړ اتصالات

نا معلومو وسله والو دمصر٩ امنيتي مامورين وژلي


نن ددوشنبی په ورځ په مصر کې مشکوکو افراطېانو دامنېتی قواو نهه تنه په جلا جلا برېدونو کې ووژل. داپېښه ترهغې ېوه ورځ وروسته وشوه چې د افراطېانو او امنېتی قواو ترمنځ لس دولس تنه ووژل شول.
په ېوه برېد کې ېوشمېر ټوپک والاو چې مولونه ېې وهلي وو، د پوځ پرېوه گزمه باندې داسماعېلېه په ښار کې برېد وکړ او شپږ عسکرېې ووژل.
همدارنگه نن ددوشنبی په ورځ دقاهرې په جنوبی ناحېه کې دوه راکټونه ولگېدل . ېوه بله چاودنه بیا د الطور په ښار ګوټې کې د پوځ په یو قرارګاه شویده او پنځوس تنه یې ټپي کړیدي.
د مصر امنیتي چارواکي وایي وسله والو کسانو د سویس کانال په مربوطاتو کې پنځه عسکر وژلي دي او همدارنګه د سینای په ټاپو کې دوه تنه په یوې چاودنې کې وژل شویدي.

د مصر په مرکز قاهرې کې هم د تشدد پیښې زیاتې شویدي، امنیتي ځواکونه لګیا دي د ښاغلي مرسي پلویان ځپي.
د مرسي د پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ پرون د یکشنبې په ورځ په اخ او ډب کښې د پنځوسو نه زیات خلک ووژل شول او د دوو سوو نه زیات ټپي شول.
د تشدد ډیرې پیښې په قاهرې کې شویدي. د اسلام پالو او د پوځ د طرفدارانو تر منځ هغه وخت جګړه ونښته چې د عربو او اسریلو تر منځ د جګړې 40 کالیزه لمانځل کیده چې په مصر کې ملي رخصتي وي.
د مصر موقت حکومت چې پوځ یې ملاتړ کوي، هیله درلوده چې د یکشنبې د ملي رخصتۍ د مراسمو له لارې به دا څرګنده کړي چې خلک د پوځ د لوی درستیز جنرال عبدالفتاح ال سیسي سره پراخه ملاتړ لري خو د ښاغلي مرسي پلویانو بیا ددې شعار لاندې چې ( کودتاه دې رد شي) مظاهرې جوړې کړې وې.
XS
SM
MD
LG