د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د عامې روغتیا وزارت وایي په قاهرې کښې د یوې پوځي ودانۍ مخې ته چې د واکه غورځول شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو پکښې مظاهرې کړې وې، د تشدد په پېښو کښې لږ تر لږه 34 تنه وژل شویدي.

د اخوان مسلمین ګوند د خلکو د وژل کېدو پړه په پوځ اچولې او وایي چې هغوي د دوشنبې په ورځ د جمهوري ګارډ په عمومي قوماندانۍ کې په مظاهره چیانو ډزې کړیدي.

د اخوان المسلمین ګوند د هغو کسانو په خلاف د پاڅون لپاره غږ کړیدی چې دهغوي په قول غواړي انقلاب د ټانکونو په زور غلا کړي.

خو د مصر پوځ بیا د دغو پیښو په اړه بل ډول معلومات ورکړيدي. پوځ وایي د اخوان المسلمین غړو کوښښ کاوه چې یادشوې پوځي ودانۍ ته په زرو ننوزي او عسکرو د ځان د دفاع په خاطر په هغوي ډزې کړیدي. پوځ وايي پدې نښتو کښې یو عسکر وژل شوی هم دی.

د ننیو پیښو له وجې د (سلفي نور) ګوند چې په مصر کښې زیات محافظه کار ګوند دی ویلي دي چې د نوي حکومت د جوړیدو لپاره به د حکومت سره خبرې نکوي.

په قاهرې کښې د امریکا غږ خبریاله شیرن بین وایي په مستقله توګه د هغه څه تصدیق کول ګران دي چې د دوشنبې په ورځ هلته پیښ شویدي خو وایي دا چې د نور ګوند که چیرته د حکومت سره د خبرو نه لاس واخلي، نو په مصریانو کښې به د لا زیات جنجال د پیدا کیدو سبب شي. " خلک دلته وایي که چیرته همداسې وشي مصریان به په دوه ډلو وویشل شي. یوه هغه ډله چې لیبرالان، سیکولران یعنی هغه خلک دي چې دین او دولت جلا بولي او د پوځ طرفدرران ګڼل کيږي او بله ډله بیا د اسلا پلوه خلکو ده یا اسلام پالان دي چې د هغوي په ګمان محمد مرسي هغه څه کول چې د هیواد لپاره مناسب ګنل کیدل. "


د تیرې چارشنبې د ورځې نه راپدیخوا چې د مصر پوځ په ډیموکراتیکه توګه ټاکل شوی، لومړنی ملکي ولسمشر محمد مرسي یې بې واکه کړ، همدغو دواړو ډلو په قاهرې او نورو ښارونو کښې د یو بل پر ضد پراخې مظاهرې کړیدي.

رپوټ وایي په ټول مصر کښې د جمعې په ورځ په اخ او ډب کښې لږ تر لږه 36 کسان وژل شوي او د زرو نه زیات کسان ژوبل شویدي.
XS
SM
MD
LG