د لاس رسي وړ اتصالات

داسي ښکاري چې د مورسي د مخالفینو او پلویانو ترمنځ جنجال مخ پر کمېدو دی


د مصرد ولسمشر محمد مورسي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ جنجال مخ په کمېدو دی. د هغه طرفداران او مخالفین د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه په شا روان دي. دا په داسي حال کې ده چې خلک دیته انتظار کوي چې محمد مورسي د مصر ملت ته وینا وکړي.

د مصر پوځ په قاهره کې د ولسمشر ۍ دماڼۍ نه بهر ټانکونه اونوره عسکري قوه اچولې ده. هغوي له مظاهره چیانو نه غوښتي دي چې له هغو نښتو نه وروسته چې د حکومت دمخالفینو او طرفدارانو ترمنځ پېښې شوې له دغه ځای نه ولاړ شي. په دغو نښتو کې چې پرون د محمد مورسي دطرفدارانو اومخالفینو ترمنځ وشوې پنځه تنه وژل شوي دي.

پوځ وویل چې پکار ده مظاهره چیان د ورځې تر درو بجو پورې له دغه ځای نه ولاړ شي.
پوځ لږ تر لږ پنځه ټانکونه هلته ځای په ځای کړیدی . پردې سربیره دوه نور زغره ورموټر هم هلته ولاړ دی.


د امریکا غږ خبریاله الیزابیت ارات نن د پنجشبنې په ورځ دغې صحنې ته ورغلې وه او وايي چې د مظاهرو ځای اوس له 24 ساعتونو نه مخکي نسبتا ارام دی. هغه وايي په دغه سیمه کې چې ډیربډای خلک اوسېږي. هغوي له دغو ستونزو نه ځان نشي خلاصولی ځکه همدلته دیره دي.

د دغې سیمې شاو خوا کې حالات ډیر ترینگلی وو. دسړکونو پرسر جگړه روانه وه. هغوي اوربلونکي بمونه غورزول، د پطرولو بمونه یې غورزول او د کاڼو گوزارونه یې کول. په همدغه سیمه کې خلک هم اوسېږي.

الېزابیت ارات تردې مخکي وویل د اساسي قانون په برخه کې ولس پوښتنې لپاره د ډسیمبر 15 مه ټاکل شویده.

د محمد مورسي طرفدارانو او مخالفینو پرون د چهارشنبې په ورځ په قاهره کي اخ و ډب وکړ او یو بل یې په ډبرو وویشتل او اور بلونکي بمونه یې استعمال کړل. له بلي خوا د ولسمشر درو مهمو سلاکارانو ددې لپاره چي د اساسي قانون په برخه کې د ولسمشر د اجراتو له کبله احتجاج وکړي له کاره ځانونه گوښه کړي دي.

د امریکا غږ خبریالي الیزابیت اراټ د دې مظاهرو د صحنې نه یو رپوټ را لیږلی او په هغه کي یې ویلی دي چي نوي شخړي وروسته له هغه پیل سوې چی د ښاغلي مورسي اسلام پلوه ملاتړ کونکو په مظاهره چیانو باندي حمله وکړه. هغې وویل : « ما اوربلونکي بمونه ولیدل، خلکو د وسپني میلې او ډبري له ځان سره را اخیستي وې، ځینو خلکو حتی د ونو څانگي او ښاخونه پرې کول چي د وسېلې په توگه یې استعمال کړي. د توپکو د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي دي او د تلفاتو په هکله هم نه تایید سوي خبرونه خپاره شوي دي.»

اراټ وویل د ولسمشر زیاتره پلویان ږیري لري او د اخوان المسلمین اونورو اسلام پالو نمایندگي کوي، په داسي حال کی چي د ولسمشر مخالفین اکثره ځوانان دي او ځیني ښځي هم په کي شاملي دي. حکومت وايي چې پرون پنځه تنه په اخ و ډب کې وژل شویدی خو محلي رپوټونو د لسگونو تلفاتو خبرونه خپاره کړي دي.
XS
SM
MD
LG